Book Name:Walion K Sardar

سلطانِ ولایت         غوثِ پاک                په وليانو حکومت    غوثِ پاک

شهبازِ خطابت        غوثِ پاک                فانوسِ هدایت           غوثِ پاک

د اللہ رحمت           غوثِ پاک                دي باعثِ برکت        غوثِ پاک

دي صاحِبِ عِزَّت    غوثِ پاک                درياب د سخاوت      غوثِ پاک

درياب د کرامت      غوثِ پاک                اوکړئ حمايت          غوثِ پاک

لرې کړئ مصيبت       غوثِ پاک                پيکر د شرافت          غوثِ پاک

مرحبا یا غوثِ پاک     مرحبا یا غوثِ پاک        مرحبا یا غوثِ پاک        مرحبا یا غوثِ پاک

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! الله پاك زمونږه غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته څومره عظمت و شان وركړے وو چې هغوئي ته ئې د ولايت داسې اوچته مرتبه وركړي وه چې په مشائخِو او اولياؤ كښې هيڅ څوك هُم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه برابر نه وو. او دا هم ياد ساتئ چې بل د يو وَلِـىُّ الله نه هُم دومره كرامتونه نه دي ظاهر شوي څومره چې د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ظاهر شوي دي څنګه چې شيخ عبدُ الحق محدث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې : په مشائخِ اولياؤ كښې هيڅ څوك د كراماتو  په لحاظ سره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه برابر نشته ، تر دې چې بعضو مشائخو فرمائيلي دي چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كراماتو حال خو د ملغلرو د لړئ په شان دے چې کله ماته شى نو پرله پسے ترينه يوه يوه ملغلره غورزيږي ، د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرامات د شمير نه وتلي دي.[1] د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مبارك نوم دا بركت دے چې څوک ئې چرته ياد کړي نو هغه ته د مُوذِي [يعني ضرري] ځناورو نه امان ميلاويږي.


 

 



[1]   اشعۃ اللمعات ، کتاب الفتن ، باب الکرامات ، ۴ / ۶۱۰ مفہوما