Book Name:Bimari Kay Faiedy

بيماري هُم يو ډير غټ نعمت دے

     د بهارِ شريعت مُصَنِّف حضرت مولانا مُفتي مُحمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: بيماري هُم يو ډير لوئ نعمت دے، د دې فائدے بيشميره دي، اګر چه سړى ته په ظاهره بيمارئ نه ډير تكليف رسي خو حقيقت كښې د راحت او سكون يو ډيره غټه ذخيره په لاس ورځي. دا ظاهري بيماري چه سړے ئې بيماري ګنړي، دا حقيقت كښې د روحاني بيمارو يو زبردست علاج دے. حقيقي بيمارئ، روحاني مرضونه (مَثَلًا د دُنيا مَحبَّت، د دولت لالچ، كنجوسي، د زړه سختي وغيره) دي چه دا البته ډير خوفناك څيزونه دي او هُم دا مُهلِك (يعني هلاك كوونكي بيمارئ) ګنړل پكار دي۔  (بہارِ شریعت،۱/۷۹۹)

یہ ترا جسم جو بیمار ہے تشویش نہ کر       یہ مَرَض تیرے گناہوں کو مِٹاجاتا ہے

اصل بربادکُن امراض گناہوں کےہیں    بھائی کیوں اِس کو فراموش کیا جاتا ہے

 (وسائلِ بخشش مُرَمَّم،ص۴۳۲)

د شعر د ترجمے مفهُوم:

يعني اے وروره! د بدن بيمارئ باندې مه خفه كيږه، دا خو ستا د ګناهونو كَفّاره جوړيږي. بلكه دا خبره ياده ساته چه اصل بربادوونكي بيماري خو د ګناهونو بيماري ده.

)٢( دريم مَدَني ګل دا چه د فرښتو، پيريانو او انسانانو سردار، د دواړو جهانو مالِك و مُختار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ په شان بشر نه دے، زمونږ د پاره خو فرښتے ليدل ډيره لرې خبره ده مونږه خو په يوه مخصوصه فاصِله باندې موجود انسان يا يو غټ څيز هُم په مشكله وينو خو قُربان شم! د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له نظره چه پټ نُوري مخلوق فرښتے ئې هُم اوليدلې بلكه هغوئي څه مقصد د پاره، څه ځائے ته او د چا په لټون كښې راغلي