Book Name:Bimari Kay Faiedy

راضي اوسيدو مَدَني سوچ ځان كښې پيدا كړئ.  اَلْحَمْدُ لِلّٰه د عاشقانِ رَسُول مَدَني تَحريك دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول مونږ ته هر حال كښې د صابِر او شاكِر اوسيدو ذِهن راكوي، لِـهذا تاسو هُم دې مَدَني ماحول سره تَعَلُّق مضبوط كړئ او د دِين خِدمت كښې دعوتِ اسلامي  سره مرسته اوكړئ. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د عاشقانِ رَسُول د مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي  زيات و كم 107 شُعبه جات قائم دي، په هُم دې كښې يوه شُعبه ”مجلِس ذرائع آمد و رَفت“ هم ده، د دې شُعبے كار د ائيرلائنز، ائيرپورټس، ريلويز، پبلِك ټرانسپورټ، پرائيويټ ټرانسپورټ، ګُډز ټرانسپورټ او دے سره تَعَلُّق لرونكو مختلفو اډو او ماركيټونو او شورومونو سره تَعَلُّق لرونكو اِسلامي ورونړو ته د عاشقانِ رَسُول د مَدَني تحريك دعوتِ اسلامي مَدَني پيغام رسَوَل او هغوئي د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول سره وابسته كول او د دې مَدَني مقصد چه ”ما ته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح كوشش كول دي.“ مطابق د ژوند تيرولو ذِهن وركول دي.

اللہ کرم ایسا کرے تجھ پہ جہاں میں          اے دعوتِ اسلامی تِری دھوم مچی ہو

الله دِ كرم اوكړي په تا داسې په جهان كښې                    اے دعوتِ اسلامي ته دِ عام شې په هر ځائے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

تذکرۂ امیرِ ملّت

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذُوالْقَعْدَۃُالْحَرَام مياشت جاري ده او خپل بركتونه تقسيموي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دې مُباركې مياشتې په شپږ وِيشتم [26] تاريخ د مشهور عاشِقِ رَسُول، اميرِ مِلَّت حضرت پير سیِّد جَماعت علي شاه نقشبندي مُحَدِّث علي پوري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه عُرس وي. نو راځئ چه په هُم دې مُناسبت د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د سِيرت يو څو خبرې واورو: