Book Name:Bimari Kay Faiedy

د عیادت مدني ګلونه

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د مريض د عِيادَت [يعني تپوس] مَدَني ګلونه واورو: فرمانِ مُصطَفىٰ  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: څوك چه د يو مريض د عِيادت [يعني تپوس] د پاره ځي نو الله تعالٰى په هغه باندې د پينځه اويا زره (75000) فرښتو سورے كوي او د هغه هر قدم اوچتولو باندې د هغه د پاره يوه نيكي ليكي او په هر قدم ايښودلو باندې د هغه يوه ګناه ورانوي [يعني بخښي] او يوه درجه ئې اوچتوي تر دې چه هغه په خپل ځائے كښيني، چه كله هغه كښيني نو رَحمت هغه پټ كړي او خپل كور ته بيرته راتلو پورې به رَحمت هغه مسلسل پټ كړے وي. (مُعجَم اوسط، باب العين، ٣/٢٢٢، حديث٤٣٩٦)٭ د مريض په مخكښې داسې خبرې كول پكار دي چه په هغه ښے لګي، د بيمارئ فضائل او د الله تعالٰى د رَحمت تذكرے ورته كوئ چه د هغه ذِهن د آخرت ثواب ته مائل شي او د ګيلے او شكايت الفاظ په ژبه نه راوړي ٭ چه د چا عِيادت ته ورشئ او بيماري پرې سخته وي نو د هغه د يَرولو خبرې مه كوئ مَثَلًا چه ستا حالت خو ډير خراب دے او مه په داسې انداز سر خوزوئ چه د هغے نه د حالت خرابيدل مُراد اخستے شي ٭ د مريض عِيادت [يعني تپوس كول] سُنَّت دي. كه دا معلومه وي چه عِيادت د پاره ورتلل به مريض بد ګنړي [يعني د هغه د پاره به د تكليف باعث جوړيږي] نو داسې حالت كښې عِيادت له مه ورځئ  ٭ د هغه د مزاج تپوس كوئ ٭ د هغه په سر لاس ايښودل نه دي پكار خو هله كه هغه پخپله د دې خواهش اوكړي ٭ د فاسِق عِيادَت هُم جائز دے ځكه چه عِيادَت د اسلام د حُقُوقو نه [يو حق] دے او فاسِق هُم مسلمان دے. (بہارِ شریعت،حصہ ۱۶،۳/۵۰۵ ملخّصاً)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد