Book Name:Bimari Kay Faiedy

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! عام طور د بعضو خلقو عادت وي چه كله بيمار شي او څوك ئې تپوس له راشي نو هسې فضول ګيلے قيصے ورته شروع كړي. مَثَلًا بعضې وائي: ”څه اوكړو وروره!ْ اوس د دې بيمائ نه نه خلاصيږو.“ ”په علاجونو ستړے شوم خو جوړ نه شوم“ ”ډير پرهيزونه كووم خو ورځ د ورځه مې بيماري زياتيږي“بعضې وائي: ”ګرانو ګرانو ډاكټرانو او حكيمانو له لاړم“ ګرانو ګرانو هسپتالونو او دواخانو له لاړم،  خو جوړ نه شوم“ بعضې وائي: ”ډيرې ګرانې ګرانې دوايانے مې استعمال كړې، څومره وخت اوشو چه تعويذونه مې هُم په غاړه كړي دي، څو څو ځله مې مَدَني قَافِله كښې سفر هُم اوكړو خو بيمارئ داسې راپسے شوي دي چه هډو پريږدي مې نه. بعضې وائي: ”يَره څه تپوس به كوے؟ بيمارئ په ځوانئ كښې زوړ كړم.“ ”معده مې خرابه وي“ ”ورځ په ورځ كمزورے كيږم“ ”شُوګر او بلډ پريشر مې زيات شوي دي“ بعضې وائي: د زړه بيماري مې هم ده، ګُردے مې هُم خرابې دي او ورسره مې ځيګر هم كار پريښودو“ بس د بيمارو د لاسه خوشحالئ پسے ړوند شُومه.“ وغيره وغيره.

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! د بيمارئ په حالت كښې د صبر كولو په ځائے خلقو ته خپل تكليفونه او غمونه بيانولو او بے صبري كولو سره بيماري څه ټِيك كيږي خو نه، بلكه اُلټه دا نقصان كيږي چه بنده د بيمارئ او صبر د بَرَكتونو نه محرومه كيدے شي، لكه

د فرښتو د دُعا نه محروم بيمار

      حديثِ پاك كښې دي: چه كله څوك بيمار شي نو الله پاك دوو فرښتو ته حُكم فرمائي: اوګورئ! دا كس تپوس كوونكو ته څه وائي؟ كه هغه د الله پاك شکر ادا كړي او