Book Name:Bimari Kay Faiedy

د اَمِیرِمِلَّت رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه سفرِ مدینه

اميرِ مِلَّت حضرت مَولانا پِیر سیِّد جماعت علی شاہ مُحَدِّث علی پوري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه يو ځل مدينے مُنَوَّرے ته لاړلو نو د هغوئي يو مُرِيد اِتِّفاقاً د مدينے مُنَوَّرے يو سپے په لُوټه اُوويشتو، په هغے د خوګيدو په وجه سپے اوكُړنجيدو حضرتِ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه ته چا اُووئيل چه ستاسو فلانكي مُريد د مدينے مُنَوَّرے سپے اُووِيشتو. دا ئې چه واوريدل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه بے قراره شو او خپلو مُريدانو ته ئې حُكم اوكړو چه فوراً هغه سپے پيدا كړئ او دلته ئې راوَلئ، چنانچه هغوئي سپے راوستلو، حضرتِ اميرِ مِلَّت رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه پاڅيدلو او په ژړا ژړا ئې هغه سپي ته اُووئيل: اے د دِيارِ حبيب اوسيدونكيه! لِلّٰه ( يعني د الله په خاطر) زما د مُرِيد دا خطا معاف كړه. بيا ئې غوښه او شوده را اُوغوښتل او په هغه سپي ئې اوخوړل، بيا ئې ورته اُووئيل: جَماعت علي شاه ستا نه معافي غواړي، د خُدائے د پاره! دے معاف كړه. (سنّی علماء کی حکایات نمبر:۳۷، ص ۲۱۱ملخصاً)

آپ کی گلیوں کے کُتّوں پہ تَصَدُّق جاؤں                               کہ مدینے کے وہ کُوچوں میں پِھرا کرتے ہیں

آپ کی گلیوں کے کُتّے مجھ سے تو اچّھے رہے                    ہے سُکوں اُن کو مُیَسَّر سبز گُنبد دیکھ کر

(وسائلِ بخشش مُرَمَّم،ص۲۳۰)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)