Book Name:Bimari Kay Faiedy

اکبر رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ په مينځ كښې كښينولو، دې باندې صَحابَۂ کرام رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[1]

)6( دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چه داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2]

)1( د يو زر ورځو نيكئ:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3]

)2( داسې ده لكه شبِ قدر ئې چه حاصل کړو

فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چه دا دُعا درې ځله اولوستله نو لكه هغه چه شَبِ قَدر حاصل کړو.[4]


 

 



[1] القول البدیع،الباب الاول،ص۱۲۵

[2] الترغیب والترہیب،کتاب الذکر و الدعاء،۲/۳۲۹،حدیث:۳۰

[3]  مجمع الزوائد،کتاب الادعیۃ،باب فی کیفیۃ الصلاۃالخ،۱۰/۲۵۴،حدیث:۱۷۳۰۵

[4]  تاریخ ابنِ عساکر،۱۹/۱۵۵،حدیث:۴۴۱۵