Book Name:Bimari Kay Faiedy

بیمارئ كښې د اخته كولو حکمت

حضرت سیِّدُنا وَہْب بن مُنَبِّہ رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه رِوايت دے چه دوو عبادت ګُزارو پنځوسو [50] كالو پورې د الله تعالٰى عبادتونه كول، د پنځوسم كال په آخره هغوئي كښې د يو په بدن باندې خطرناكه بيماري راغله، هغه ژړا فرياد شروع كړو او د الله عَزَّوَجَلَّ په بارګاه كښې ئې په ډيره عاجزئ داسې عرض اوكړو: ”اے زما پاك پروردګاره عَزَّوَجَلَّ! ما دومره كلونه مسلسل ستا حكم اومنلو، ستا عبادت مې اوكړو بيا هم زه په بيمارئ كښې اخته شوم، په دې كښې څه حِكمَت دے؟ زما مولٰى عَزَّوَجَلَّ! زه خو په ازميښت كښې اچولے شوے يم.“ الله تعالٰى فرښتو ته حكم اوكړو: هغه ته اووائې چه ”تا زما په امداد او اِحسان او زما په دركړي شوي توفيق زما د عبادت سعادت حاصل كړے وو، پاتې شوه بيماري! نو مونږه تا ته د اَبرار مَرتَبه دركولو د پاره ته بيمار كړے ئې. ستا نه مخكښې خلقو خو به د بيمارو او مُصيبتونو خواهش لرلو او مونږه تا ته د غوښتلو نه بغير بيماري عطا كړه.“ (عُيُونُ الحكايات حصّه ٢ ص ٣١٢ بِتَصَرُّف)

بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدْقہ                                گُناہوں سے ہر دَم بچا یاالٰہی

(وسائل بخشش مُرَمَّم ، ص۱۰۵)

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دے حِكايت نه معلومه شوه چه ٭ د الله تعالٰى عبادت ګُزارو بندګانو باندې هُم ازميښتونه راځي ٭ د الله تعالٰى عبادت ګُزار بندګان هُم ازميښت كښې مُبتلا كيږي ٭ الله پاك د بيمارو په ذريعه بندګانو ته د پرهيزګارو اَو نيكو خلقو د مرتبے وركولو اراده فرمائي،   لِـهذا چه كله هُم د بيمارئ حالت كښې وسوسے درشي نو دا سوچ كوئ چه بيمارو كښې بيشميره حِكمتونه دي خو ما ته عِلم نشته، دا سوچ كوئ چه كه زه بيمارئ كښې نه مُبتلا كيدے نو شايد چه زه د يادِ اِلٰهى او ديني كارونو او دِیني