Book Name:Bimari Kay Faiedy

ښه خبره اوكړي نو دواړه فرښتے هغه ته دُعا كوي او كه ګِيله اوكړي او بيمارئ ته بده اُووائي نو دواړه [فرښتے] وائي: ته په هُم دې حال اوسه. (موطا امام مالک،کتاب العین،باب ما جاء فی اجر المریض،۲/۴۲۹،حدیث:۱۷۹۸،بتغیرقلیل۔موسوعة لابن ابی الدنیا، کتاب المرض والکفارات،۴/ ۲۳۸،حدیث:۴۷،بتغیرقلیل)  

ګِيله كول د عِبادت خوند ختموي

     مشهور بزرګ حضرت سَیِّدُنا شَقِیق بَلخِی رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: چا چه د خپل مُصيبت چا ته ګِيله اوكړه هغه ته به كله هُم د عِبادت خوند نه نصيب كيږي. (منہاج القاصدین،کتاب الصبر والشکر،ص ۳۲۳)

د تبے شکایت، د درد شکایت؟

اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنّت مولانا شاه اِمام اَحمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: د عوامو او خواصو په ژبه دا هُم عام وي چه د تبے شكايت مې دے، د سر درد شكايت مې دے، د زُكام شكايت مې دے، وغيره وغيره. داسې (وئيل) نه دي پكار، ځكه چه ټول مرضونه راتلل مِنْ جانِبِ الله (يعني د اللہ تعالٰى له طرف) دي نو [بيا] شكايت څنګه؟. (حیاتِ اعلیٰ حضرت ،۳/۹۴)

     كه مونږه د الله والؤ د سِيرت مطالعه اوكړو نو دا خبره به د رنړا ورځ په شان واضحه شي چه دا حضرات په سخت تكليف كښې هُم صابِر و شاكِر اوسيږي، تر دې چه سخته بيمارئ كښې هُم د دوئي په خُله كله د ناشكرئ الفاظ نه راځي او نه دا حضرات د خپلو بيمارو ګيلے كوي، راځئ چه د ترغيب د پاره دوه مختصر واقعات واورو، چنانچه

د تبے تذكِره ئې اونكړه

د حَنبَلِیانو عظيم پيشوا حضرت سیِّدُنا اِمام اَحمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه چا تپوس اوكړو: اے ابو عبدُاللہ! تاسو څنګه ئې؟ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه اوفرمائيل: خير خيريت دے.