Book Name:Bimari Kay Faiedy

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

د بيمارئ فائدے

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                   وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                                     وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

     مُحترمو اسلامي ورونړو! چه كله جُمات ته داخل شئ، چه ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چه جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چه د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي. د اِعتِكاف نِيَّت هُم صرف خوراك څښاك يا اُوده كيدو د پاره كول نه دي پكار بلكه چه مقصد د الله تعالٰى رِضا وي. ”فتاوىٰ شامـى“ كښې دي: كه څوك جُمات كښې خوراك څښاك يا اُوده كيدل غواړي نو د اِعتِكاف نِيَّت دِ اوكړي، لږ ساعت دِ ذِكْرُ الله اوكړي بيا چه څه غواړي كوي دِ (يعني بيا كه غواړي نو خوراك څښاك كولے شي او اُوده كيدے شي)

د دُرُود شريف فضيلت

د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مبارك دے: چه كله د زيارت ورځ راشي، الله تعالٰى فرښتے راليږي چه هغوئي سره د سپينو زرو كاغذونه او د سرو زرو قلمونه وي هغوئي د زيارت [په ورځ] او د جُمُعے په شپه ما باندې كثرت سره د دُرود شريف لوستونكو نومونه ليكي. (کنز العمال،کتاب الاذکار،الباب السادس فی الصلاۃ …الخ ،الجزء۱،۱/۲۵۰، رقم:۲۱۷۴)