Book Name:Bimari Kay Faiedy

دے او كوم اعمال به چه هغه كول د هغه د پاره د هغے ثواب هُم دے.

  (معجم اوسط،۲/ ۱۱،حديث: ۲۳۱۷)

جے میں ویکھا عملاں ولے کجھ نئیں میرے پلے

جے میں ویکھاں رحمت ربّ دی بلے بلے بلے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اےعاشقانِ رسول اسلامي ورونړو! د دې حديث شريف نه مونږ ته يو څو مَدَني ګُلونه حاصل شو:

)١( وړومبے مَدَني ګل دا حاصل شو چه خبرې كولو وخت كښې مُسكے كيدل سُنَّت دي. په مُسكا مُسكا ملاقات كول، په مُسكا مُسكا څوك پوهه كول، عُمُوماً د نيكئ د دعوت كار نهايت آسان كړي او د حيرتناكو نتيجو سبب جوړيږي. ستاسو معمولي شان مُسكا د چا د زړه د خوشحالولو او د هغه د ګناهونو ډك ژوند كښې مَدَني اِنقِلاب راوستلو سبب جوړيدے شي. لِـهذا د سُنَّت په نِيَّت په مُسكا مُسكا د ملاقات كولو او خبرو كولو عادت جوړ كړئ او د دې فائدے په خپلو سترګو اُووِينئ.

)٢( دويم مَدَني ګل دا حاصل شو چه بيمار بنده ته پكار دي چه هغه د عارضي تكليف په وجه خپله بيماري بالكل ناخوښه نه ګنړي، بيمارئ ته بده نه وائي بلكه بيماري د ربّ تعالٰى يو عظيمُ الشّان نعمت اوګنړي او دې نعمت باندې د الله تعالٰى شُكر ادا كړي، ځكه چه د بيمارئ په سبب مريض ته داسې داسې بركتونه او فائدے نصيب كيږي چه كه مريض ترينه خبر شي نو هر وخت به بيمار اوسيدل خوښوي، چنانچه