Book Name:Bimari Kay Faiedy

       يو څو انصاري صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان هُم دا دُعا اوكړه نو هغوئي باندې هُم (وفات كيدو پورې) د تبے حالت برقرار وو. (احياء العلوم، ٤/٨٥٨)

 

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ فضائلِ دُعا صفحه نمبر 173 كښې دي چه لږه لږه تبه، زُكام، سر درد او دغسې نور معمولي مرضونه بلا او مصيبت نه دي بلكه نِعمت دي. (د دې دُعا كيدے شي)

د تبے په شُكرانه كښې نفلونه ادا كولو والا بُزُرګ

اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنّت مولانا شاه اِمام اَحمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: د سر درد او تبه هٰغه مباركې بيمارئ دي چه انبياءِ كِرامو عَـلَـيْهِمُ الصَّلوةُ  وَالسَّلَام باندې به راتللې، د يو وَلِـىُّ الله رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په سر درد شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په دې شُكرانه كښې ټوله شپه نفلونه كولو كښې تيره كړه چه رَبُّ الْعِزَّت جَلَّ جَلَالُہٗ ما ته هٰغه بيماري راكړه كومه چه انبياء عَـلَـيْهِمُ الصَّلوةُ  وَالسَّلَام باندې راتلله. اَللهُ اَكْبَر! زمونږ حالت خو دا دے چه كه يو معمولي درد راباندې راشي نو سوچ مو دا وي چه لـمونځ زر زر اوكړو. بيا ئې اوفرمائيل: هر مرض يا تكليف چه د بدن په كوم ځائے وي هغه زيات د هُم هغه ځائے كَفّاره وي د كوم [ځائے] چه هغه [مرض يا تكليف] سره خاص تَعَلُّق وي خو تبه هٰغه مرض دے چه په ټول بدن كښې خوره شي او بِاِذْنِ اللهِ تَعَالٰى (يعني د الله تعالٰى په حُكم) د يو يو رګ نه ګُناهونه اوباسي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه په ما اكثر حرارت [يعني د تبے اثر] او د سر درد وي. (ملفوظات اعلیٰ حضرت، ص ۱۱۸ تا ۱۱۹)

دردِ سر ہو یا بخار  آئے تڑپ جاتا ہوں                                       میں  جہنَّم  کی  سزا  کیسے سہوں  گا یا رب!

عَفْوْ کر اور سدا کیلئے راضی ہوجا                                             گر کرم کر دے تو جنَّت میں رہوں گا یا رب!

(وسائل بخشش مُرَمَّم،ص ۸۵)