Book Name:Bimari Kay Faiedy

زيات ئې تنګ كړے يم، دې نزلے زکام خو زه د كاره اُوويستم، ټول كارونه مې د دې د لاسه ګډ وډ دي“وغیرہ.

بيمارو ته بد وئيل بالكل عقلمندي نه ده خصوصاً تبے او سر درد ته، ځكه چه تبه او سر درد هٰغه مباركې بيمارئ دي چه دې [بيمارو] ته د نبيانو په بارګاه كښې د حاضرئ شرف نصيب شوے دے. حديثِ پاك كښې هُم تبے ته بده وئيلو نه منع راغلي ده، چنانچه

تبے ته بده مه وايه

      سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرتِ سَيِّدَتُنا اُمِّ سائب رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْها خوا ته تشريف يوړلو. اوئې فرمائيل: په تا څه شوي دي چه رپيږے؟ هغے عرض اوكړو: ”تبه [راباندې] راغلي ده، الله تعالٰى دِ په دې كښې بركت نه اچوي.“ په دې [خبره] خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: ”تبے ته بَده مه وايه ځكه چه دا خو د انسان خطاګانې داسې لرې كوي څنګه چه بَټئ د اوسپني خِىرے [لري كوي].“ (مسلم، کتاب البر والصلة، باب ثواب المؤمن الخ  ص۱۰۶۸، حدیث: ۲۵۷۵)

      مشهور مُفَسِّر حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د دې حديثِ پاك نه لاندې فرمائي: [نورے] بيمارئ په يو يا دوه اندامونو وي خو تبه د سر نه واخله ښپو پورې په هر رګ كښې اثر كوي، لِهٰذا دا به د ټول بدن خطاګانې او ګناهونه مُعاف كوي.  (مِراٰةُ المَناجيح ج٢ ص ٤١٣) 

چه كله خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اُوفرمائيلو [چه]: ”تبه د ګناهونو كَفّاره ده.“ (مسلم، کتاب البر والصلة، باب ثواب المؤمنالخ، ص۱۰۶۸، حدیث:۲۵۷۵، مفھومًا) نو حضرتِ سَيِّدُنا زَيد بِن ثابِت رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ هميشه تبه كښې د اوسيدو دُعا اوكړه. چنانچه وفات كيدو پورې هغوئي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د تبے حالت كښې اوسيدلو. ( قوت القلوب،شرح مقام التوکل ووصف احوال المتوکلین، ۲/ ۳۹)