Book Name:Bimari Kay Faiedy

احكامو او قَبْر و آخرت نه غافله شوے وے، شايد چه زما په وجه د دِين نُقصان شوے وے، شايد چه زه فساد كښې اخته شوے وے، شايد چه زه يوه غټه ګُناه مَثَلًا غُرُور او تَكَبُّر كښې اخته شوے وے نو يقيناً هلاكت او بربادي به زما مُقَدَّر جوړ شوي وے، لكه

چه بدن نه بيماريږي نو

حضرت سَیِّدُنا امام زینُ العابدین رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ فرمائي: بدن چه نه بيماريږي نو هغه سخت شي [يعني هغے كښې غفلت پيدا شي]  او كوم بدن چه سخت شي په هغے كښې هيڅ خير نه وي.    (الله والوں کی باتیں،۳/۱۹۴)

د فرعون د خدائي دعوٰی كولو وجه

     يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: د فِرعون د خُدائي دعوىٰ كولو وجه دا وه چه هغه اوګږدے مودے پورې صِحَتمند اوسيدو ځكه چه څلور سوه كالو نه، نه د هغه په سر درد شوے وو، نه پرې كله تبه راغلي وه او نه ئې په يو رګ تكليف راغلے وو. په هغه دِ د الله تعالٰى لعنت وي كه چرته يوه ورځ ئې په نيم سر درد راغلے وے نو د خُدائي دعوىٰ كول خو څه، [بلكه] فُضول كارونه به ئې هُم پريښودي وے.  (احیاء العلوم،٤/٨٦١)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مجلس ذرائع آمد و رفت

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه بيماري د زَحمت باعِث نه وي بلكه د رَحمت باعِث وي، لِـهذا بيماري غنيمت اوګنړئ او هر حال كښې د الله په رضا باندې د