Book Name:Bimari Kay Faiedy

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نن هفته وارې د سُنَّتو ډكې اِجتِماع د بيان موضوع ده د بيمارئ فائدے“ چه په دې كښې به مونږه د بيمارئ فائدے، د بيمارئ فضائل، د بُزُرګانِ دِين رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ  تَعَالٰی عليهم اجمعِين واقعات و حكايات او نور مَدَني ګُلونه اورو. كاش! چه مونږ ته ښو ښو نِيَّتونو سره پوره بيان د اوريدو سعادت نصيب شي. آمِين

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

بیماری رحمت دے

     حضرت سَیِّدُنا  اِبنِ مسعود رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ روايت كوي چه حضورِ پاک، صاحبِ لَولاک صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مومن باندې تَعَجُّب [يعني حيراني] ده چه هغه بيمارئ نه يَريږي كه هغه ته معلومه وے چه بيمارئ كښې د هغه د پاره څه دي؟ نو ټول ژوند به ئې بيمار اوسيدل خوښولے. بيا نبئ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل سر آسمان طرف ته اوچت كړو او مُسكے شولو. عرض اوكړے شو: يا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو آسمان طرف ته سر پورته كړلو [نو] ولے مُسكے شولئ؟ ارشاد ئې اوفرمائىلو: زه دوه فرښتو باندې حيران يم چه هغوئي دواړو يو بنده په يو جُمات كښې لټولو چه په هغے كښې به هغه لـمونځ كولو چه كله هغوئي هغه اونه موندلو نو بيرته لاړې او عرض ئې اوكړو: اے ربِّ كريم! مونږه به ستا د فلانكي بنده په شپه او ورځ كښې كړي اَعمال ليكل، بيا مونږه اوليدل چه تا هغه په ازميښت كښې اخته كړلو. نو الله تعالٰى فرمائي: زما بنده به چه ورځ او شپه كښې كوم اعمال كول د هغه د پاره هٰغه عمل اوليكئ او د هغه په اجر كښې كمي مه كوئ، تر څو پورې چه هغه زما له طرفه ازميښت كښې دے د هغه ثواب زما په ذِمّۀ كرم