Book Name:Bimari Kay Faiedy

هغه اُووئيل: ما اوريدلي دي چه هغه بله شپه ستاسو تبه وه؟ هغوئي اوفرمائيل: چه ما تا ته اُووئيل چه په خير خيريت يم نو كافي ده، چه كومه خبره كول نه غواړم د هغے تپوس مه كوه.  (منہاج القاصدین،کتاب الصبر والشکر،ص۳۲۳)

شکایت څنګه؟

دخلیفۀ اعلیٰ حضرت مفتي محمد امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه بيان دے چه يو ځل اعلیٰ حضرت (رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه) بیمار وو، زه تپوس له ورغلم نو حسبِ مُحاوره مې تپوس اوكړو: حُضُور! اوس د شكايت څه حال دے؟ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه اُوفرمائيل: شكايت د چا نه؟ الله (تعالٰى) نه خو نه مخكښې زما شكايت وو او نه اوس، بنده ته د الله نه څنګه شكايت! (صَدرُالشَّریعه رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي:) ما د ټول عُمر د پاره د دې مُحاورے نه توبه اوكړه. (فتاویٰ امجدیہ ،۲/۳۸۸)

زَباں پر شِکوۂ رنج و اَلَم لایا نہیں کرتے

نبی کے نام لیوا غم سے گھبرایا نہیں کرتے

 

12مَدَني كارونو كښې يو مدني كار  ”صَدائے مدینه“

اے عاشقانِ رَسُول اسلامي ورونړو! ٭ د الله پرهيزګار بندګان بيماري د الله رحمت ګنړي ٭ د الله پرهيزګار بندګان د بيمارئ په وجه د پريشانئ اظهار نه كوي ٭ د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم د الله په رضا باندې راضي اوسي ٭ د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هم بے صبري او ناشُكري نه كوي ٭ د الله پرهيزګار بندګان خپل مصيبتونه او بيمارئ پټوي ٭ د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم د الله شُكر ادا كوي ٭ د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم ګيلے قيصے نه كوي. لِـهذا مونږ ته هُم پكار دي چه د الله د پرهيزګارو بندګانو په نقشِ قدم روان شو او بيمارئ كښې د شُكر