Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

خُدا دومره غالِب شو چه هغه د دې ګُناه نه بچ شو. دريمه خبره دا معلومه شوه چه نيكئ هميشه پكار راځي بلكه د نيكو په بَرَكت مُشكِل وخت كښې هم د الله تعالٰى مدد رارسي. چه كله هغه نيك سړي د ګناه نه بچ كيدو د پاره د چت نه اودنګل نو د مددِ اِلٰهى په وجه د جسماني هلاكت و مصيبت نه بچ شو. يقيناً دا د هغه د نيكو بَرَكت وو چه د الله تعالٰى مدد ئې شامِل حال شو. دلته دا خبره ياده ساتئ چه زمونږه شريعت كښې خپل ځان هلاكت كښې د اچولو اجازت نشته. بهرحال مونږ ته پكار دي چه د خپلو اَعمالو مُحاسَبه كوو او ځان د ګناهونو نه ساتو او ډير ډير نيك اعمال كوو.

رِزق كښې د بَرَكت يوه ذريعه!

      څلورمه خبره دا معلومه شوه چه څوك د الله تعالٰى د يَرې په وجه د ګناهونو نه ځان ساتي نو اللهُ رحمٰن هغه ته داسې ځائے نه رِزق وركوي چه د هغے طرف ته ګُمان هُم نه شي تلے. قرآنِ پاك كښې هُم دا خبره بيان كړے شوي ده، چنانچه پاره 28 سُورۃُالطّلاق آيت نمبر 2، 3 كښې اِرشاد كيږي:

وَ مَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ(۲) وَّ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُؕ

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :  او څوك چه الله نه اُويَريږي، الله به د هغه د پاره د خلاصي لار اوباسي او هغه ته به د هٰغه ځائے نه روزي وركوي كوم ځائے نه چه د هغه ګُمان هُم نه وي. (پ ٢٨، الطّلاق ٢، ٣ )

تفسیر صِراطُ الْـجِنان كښې د دې آيتِ كريمه لاندې ليكلي دي چه الله نه يَريدو والا ته دلته يو زيرے وركولے كيږي چه الله تعالٰى به هغه ته د هٰغه ځائے نه رِزق وركوي چه هغه ځائے نه به د هغه ګُمان هُم نه وي. (صراط الجنان، ۱۰/۲۰۲)