Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

پيشكش ئې چه واوريدو نو د هغه نفس هُم د هغه ښځې طرف ته مائل شو، خو هغه فوراً د خپل عادت مطابق (خپل نفس ته) اُووئيل: ”اے نفسه! د الله نه اُويَريږه.“ بيا ئې هغه ښځې ته جواب وركړو: ”زه د خپل ربِّ كريم نه يَريږم. ”هغه ښځې اُووئيل: ته زما خواهش پوره كولو نه بغير دې ځائے نه نه شے تلے.“ هغه كس بيا اُووئيل: ”اے نفسه! د الله نه اُويَريږه.“ او سوچ ئې كولو چه د دې مصيبت نه به ځان څنګه خلاصووم. آخر هغه ښځې ته ئې اُووئيل چه ”ما ته مُهلت راكړه چه اودس اوكړم او دوه ركعاته ادا كړم.“ هغے اجازت وركړو، هغه اودس اوكړو او چت ته [يعني د محل سر ته] اوختلو، هلته ئې دوه ركعاته لـمونځ اوكړو او بيا ئې د چت نه ښكته اوكتل نو د هغے اوچتوالے تقريباً شل ګزه وو. هغه په ډيره بے وَسئ د الله پاك نه سوال اوكړو: ”اے زما مَولٰى! زه د اوګږدے مودے نه ستا عبادت كښې مشغول يم، ما ته د دې آفت نه نجات راكړې.“ دا ئې اُووئيل او د چت نه ئې ټوپ كړو، الله تعالٰى حضرتِ سَيِّدُنا جِبرِيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته حُكم اوكړو: ”لاړ  شه زما بنده زمكې ته رسيدو نه مخكښې بچ كړه، ځكه چه هغه زما د ناراضئ د يَرے نه ټوپ كړے دے.“ حضرت جبریل  عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په ډير زياته تيزئ سره راغلو او هغه عابد [يعني عبادت ګُزار] ئې اونيولو او په زمكه ئې كښينولو. چه د دې آفت نه بچ شو نو په خوشحالئ خوشحالئ خپل كور ته روان شو، كور ته چه اورسيدو نو د كور كسان ئې د لوَږې او تندې د زياتوالي په وجه خفه ناست وو، هغه هُم هغوئي سره كښيناستلو، لږ ساعت پس د هغه يو ګاونډي راغے او عابِد ته ئې اُووئيل چه لږې ډوډئ راكړه، عابِد اُووئيل: قسم په خُدائے مونږ سره خو د خوراك هيڅ هُم نشته، تنور اُوګوره هغے كښې هُم څه نشته، هغه ګاونډي ئې چه تنور له ورغلو نو هغے كښې ئې پخے ډوډئ اوليدلې، او عابِد ته ئې خبر وركړو. چه د هغه د كور كسانو دا قيصه اوليدله نو