Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

ډير حيران شُو. د هغه عابِد ښځې اُووئيل چه يقيناً دې كښې زمونږه څه كمال نشته بلكه دا ټول ستا بَرَكت او كرامت دے، مونږ ته اُووايه چه دا څه راز دے؟ بيا هغه عابِد خپل راز ښكاره كړو او هغه پوره واقِعه ئې بيان كړه د كومې په بَرَكت چه هغه ته دا انعامات وركړے شوي وو. (دُرّۃُ الناصحین،المجلس التاسع والستون …الخ،ص۲۷۰ ملخصاً)

کیوں کر نہ میرے کام بنیں غیب سے حسن

بندہ بھی ہوں تو کیسے بڑے کارساز کا

                                                                                                 (ذوقِ نعت،ص۱۸)

مختصر وضاحت: عَلَّامه حسن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په دې شعر كښې فرمائي چه زما مشكلات به ولے نه حل كيږي، ځكه چه زه خو د داسې كار ساز [يعني د اللہ پاك] بنده يم چه هغه په هر څيز قادِر او وران كارونه سمولو والا دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حکایت نه حاصل شوي مدني ګلونه

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دې حِكايت نه معلومه شوه چه څوك د خپلو اعمالو مسلسل مُحاسَبه كوي يعني غور و فِكر كوي او زړه كښې هر وخت د الله ويره لري نو دا نيك عمل هغه د دُنيا د ازمائشونو نه هُم بچ كوي او آخرت كښې هُم د هغه د پاره د فائدے سبب جوړيږي. بله خبره دا معلومه شوه چه د خپلې مُحاسبے كولو د عادت په وجه بنده د ګناهونو نه هُم بچ كيږي، لكه اوس چه مونږه واوريدل چه هغه عابِد څنګه د هغه ښځې د ګُناه دعوت طرف ته مائل شو نو د خپلې مُحاسبے كولو د عادت په وجه ئې فوراً د خُلے نه دا جُمله اُووتله چه ”اے نفسه! د الله نه اُويَريږه.“ او بيا هغه باندې خوفِ