Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                    جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا                      جنّت كښ مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عِمامے شريفې مَدَني ګلونه

     شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ٭ عمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ  د عمامے نه بغير د اويا (٧٠) رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دې. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج2 ص265 حديث3233) ٭ په ټوپئ باندې عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ کښ فرق دے، هر لړ چه مسلمان ئې د خپل سر نه تاوهي په هغے به د قيامت په ورځ يو نُور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص353 حديث5725) ٭ بيشکه الله تعالٰى او د هغه فرِښتے دُرُود ليږي د جُمُعے په ورځ عِمامه والؤ باندې. (الفِردوس بماثورالخطاب ج1 ص147 حديث529) ٭ عِمامے سره لـمُونځ د لسو زرو نيکو برابر دے. (ايضاً ج 2 ص 406 حديث   3805 فَتاویٰ رَضَوِيّه مُخرَّجه ج 6 ص 213) ٭ عمامے سره يوه جُمعه د بغير عمامے اوياؤ (70) جُمعو برابره ده. (اِبنِ عساکرج37 ص355) ٭ عمامے د عربو تاجونه دي، نو عمامه اوتړه ستا وقار [يعني عزّت] به زياتيږي او څوك چه عمامه اوتړي د هغه د پاره په هر لړ باندې يوه نيکي ده. (جمع الجموامع للسيوطى، ج٥، ص٢٠٢، حديث١٤٥٣٦) ٭ د دعوتِ اِسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب بهارِشريعت جلد3 صفحه 660 کښې دي: عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه [پرتوګ وغيره] په ناسته اغوندئ، که چا د دې خلاف اوکړه (يعني عِمامه ئې په ناسته اوتړله او پاجامه [يا پرتوګ وغيره] ئې په ولاړه واغوستو) نو هغه به په داسې مرض کښې اخته شي چه د هغے عِلاج نشته. ٭عِمامه