Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

دا نِيَّت اوکړئ چه د الله تعالٰى د رضا د پاره د سُنَّت ادا كولو د پاره عِمامه تړم ٭ مناسب دا دي چه د عِمامے وړومبے لړ د سر ښي طرف ته تاؤ شي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص199) ٭ د خوږ نَبِـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکې عمامے شمله به عام طور د مبارکې ملا طرف ته وه او کله کله به ښي طرف ته، کله به د دواړو اُوګو د مينځه دوه شملے وے. ګڅ طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي. (اَشِعَّةُ اللَّمعات ج 3 ص582) ٭ د عمامے د شملے اُوګږدوالے کم از کم څلور ګوتې او ٭ زيات نه زيات (د نيمې ملا پورې يعني تقريبًا) يو لاس. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص182) مينځنئ ګوتې د سر نه واخله څنګلې پورې ناپ ته يو لاس وائي) ٭ عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ. (کشفُ الاِلتِباس في اِستِحبابِ اللِّباس ص38) ٭ په عمامه کښې سُنَّت دا دي چه د دوه نيمو ګزو نه کمه نه وي، او د شپږو ګزو نه زياته نه وي، او دا د ګُنبد په شان [يعني داسې] اوتړلے شي [چه مينځ ئې بره اوتے وي] (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22ص186) ٭ رومال که غټ وي او دومره لړونه تاؤ شي چه سر پټ کړي نو دا عِمامه شوه او ٭ وړوکے رومال چه د هغے نه يو دوه لړه جوړ شي د دې تاوهل مکروه دي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه مُخرَّجه ج7ص299) ٭ كه [څوك] عِمامه سپړي او بيا ئې تړل غواړي نو چه څنګه تړلـي شوي ده هم هغسې دِ ئې [يو يو لړ] سپړي، په يو ځل دِ ئې زمكې له نه را اچوي. (عالمګيري ج5ص330) ٭ که ضرورتاً ئې لرې کړي او دوباره ئې د تړلو نِيَّت وي نو په يو يو لړ سپړدلو [يعني خلاصولو] به ئې يوه يوه ګناه معاف کيږي. (مُلخّص ازفَتاویٰ رضَوِيَّه مُخرَّجه ج