Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

[يعني كمي يا ګناه] معلومولو د پاره چه كوم غور [او فِكر] اوكړے شي هغے ته مُحاسَبَه وائي، كه بنده د خپلې ټولې ورځې اَعمال خپلې مخې ته كيږدي چه په كمي زياتي پوهه شي هُم دا مُحاسَبَه ده. (احیاء العلوم،۵/۳۱۹)

غور و فِكر څه ته وائي؟

     اَلْحَمْدُ لِلّٰه شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دې د فساد ډك دَور كښې مونږ ته د خپلو اعمالو د مُحاسَبَے كولو ذِهن راكړے دے، انسان ته پكار دي چه اُخروي اعتبار سره د خپل ژوند معمولاتو باندې غور و فِكر اوكړي، بيا چه كوم كارونه د هغه د آخرت د پاره نُقصاني كيدے شي د هغے د اصلاح كوشش اوكړي او كوم كارونه چه ورته اُخروي اعتبار سره فائده مند ښكاره شي د هغے د بهترئ د پاره اِقدامات اوكړي. استقامت سره د خپلو اعمالو جائزه اخستلو ډير ډير بَرَكتونه حاصليږي، هُم دا وجه ده چه بُزُرګانِ دِين به نِهايت استقامت سره د خپلو اعمالو مُحاسَبَه كوله او دې باره كښې به ئې بالكل غفلت نه كولو، راځئ چه دې باره كښې د بُزُرګانِ دِين څه واقعات واورو:

اے عُمَره! د اللہ نه اُويَريږه!

حضرتِ سَيِّدُنا اَنَس بِن مالِك رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ فرمائي: زه يو باغ ته لاړم نو هلته مې د  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ آواز واوريدو، زمونږ دواړو د مينځه يو ديوال وو او هغوئي وئيل: عُمَر، د خطّاب ځوئ او د  اَميرُ المُؤمِنِين مَنصَب! واه ډيره ښه! اے عُمَره! د الله نه اُويَريږه ګنې الله پاك به تا ته سخت عذاب دركړي. (تاریخ الخلفاء، عمر بن الخطاب رَضِىَ اللهُ   عَـنْهُ، فصل فی نبذ من سیرتہ، ص۱۰۲)

     اے عاشقانِ صحابه و اهلِ بَيت! غور اوكړئ!  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ