Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

قرآن و حديث كښې باقاعده د دې ترغيب وركړے شوے دے، چنانچه اَته ويشتمه سيپاره سُوْرَةُ الْحَشۡر آیت نمبر 18 كښې الله پاك اِرشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍۚ    (پ۲۸،الحشر:۱۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے ايمان والؤ! الله نه اُويَريږئ او هر نفس دِ اوګوري چه صبا د پاره ئې مخكښې څه ليږلي دي.

     دې آيتِ كريمه كښې فرمائيلي شوي دي چه: خپله مُحاسَبه [يعني خپل حساب كتاب] اوكړئ، مخكښې د دې نه چه ستاسو مُحاسَبه اوكړے شي او غور اوكړئ چه تاسو د قيامت په ورځ د الله پاك په بارګاه پيش كولو د پاره د نيكو اعمالو څومره ذخيره جمع كړي ده (تفسیر ابنِ کثیر،پ ۲۸،الحشر،تحت الآیۃ: ۱۸، ۸ / ۱۰۶)

    تفسیر صِراطُ الْـجِنان كښې دي: د دې آيت نه معلومه شوه چه يو ساعت غور و فِكر كول د ډير شے ذِكر كولو نه بهتر دي. د خپلو اعمالو باره كښې غور و فِكر كول ډير افضل عمل دے او هُم دا مُراقَبه ده. (صراط الجنان، ۱۰/۸۹ ملتقطاً)

اَحادِيثِ كرِيمه كښې حُضُور نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هُم ډير ځله د اعمالو د مُحاسَبے كولو ترغيب ارشاد كړے دے، راځئ چه دې باره كښې يو څو فرامِينِ مُصطَفىٰ واورو:

د اِحتِساب (يعني غور و فِكر) مُتَعَلّق  فرامینِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

)١( خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائىلے دے: چه كله تاسو يو كار كول غواړئ نو د هغے د اَنجام په باره كښې غور اوكړئ، كه هغه ښه وي نو اوئې كړئ او كه د هغے نتيجه غلطه وي نو هغے نه قلار شئ. (کنزالعمال،کتاب الاخلاق،حرف التاء،التودۃ والتانی والتبیین،الجزء۳ ،۲/۴۴،حدیث:۵۶۷۳)