Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

     دے حِكايت نه دا خبره هُم معلومه شوه چه څوك په خپلو اعمالو باندې د غور و فِكر په دوران كښې دُنيا نه لاړ شي نو الله پاك خپلو بندګانو كښې دا اعلان كوي چه هغه جَنَّت ته لاړو. لِـهذا مونږ ته هُم مُحاسَبَۀ نفس يعني غور و فِکر كول خپل معمول جوړول پكار دي.

د مُحاسَبَۀ نفس اَهَمِّيَّت

      ياد ساتئ څنګه چه دُنياوي كاروبار كښې يو كس هله كامياب تاجِر جوړيدے شي چه هغه كاروبار كښې لګولي مال نه په څو څو چنده زياته ګټه كولو كښې كامياب شي او د هغه اصل سرمايه هم محفوظه وي، د دې مقصد حاصلولو د پاره هغه روزانه، ماهانه او سالانه د خپل كاروبار حساب لګوي، بيا په هغے باندې غور و فِكر كوي، ځان سره ئې ليكي او كه څه خرابي پكښې محسوسوي نو د هغے د صحيح كولو كوشش كوي او كوم څيز چه ګټه كښې د رُكاوټ جوړيدو سبب جوړيږي د هغے د لرې كولو كوشش كوي. كه هغه د خپلو كاروباري معاملاتو مُحاسَبَه اونكړي نو هغه ګټه كول څه چه اُلټه به نقصان  كوي او كه د هغه نقصان نه پس هُم هغه د غفلت په خوب اُوده وي نو يوه ورځ به داسې راشي چه دومره تاوان به اوكړي چه خپله سرمايه به هُم ورسره پاتې نه شي او د ټَكے ټَكے مُحتاج به شي. بالكل هُم دغسې چه څوك ”د آخرت كاروبار“ كښې د ګټې حاصلولو خواهش لري، هغه له هُم پكار دي چه خپلو كړو اعمالو باندې غور كوي، كوم اعمال چه هغه ته د آخرت ګټه حاصلولو د پاره فائده مند ښكاري، هغه دِ نور بهتر كوي او كوم كارونه چه ورته د آخرت په ګټه كښې رُكاوټ ښكاري هغه دِ پريږدي، څوك چه په دې طريقه خپل اِحتِساب جاري ساتي هغه به د الله تعالٰى په توفيق كاميابي حاصلوي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى داسې ګټه به حاصله كړي چه جَنَّت ته به لاړ شي او كه داسې نه كوي او د