Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

مَدَني انعاماتو كه عمل اوكړو نو مونږه د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح جذبه حاصلولے شو، د مَدَني انعاماتو رِساله كښې مونږه د سوالاتو په جواباتو كښې پخپله د ”آو“ يا ’نه“ په ذريعه د خپلو اعمالو د ښه يا بد كيدو جائزه اخستے شو او دغسې مونږ ته يو احساس پيدا كيږي چه د ګُناهونو نه ډډه اوكړو.

اَلْحَمْدُ لِلّٰه بيشميره اسلامي ورونړه او اسلامي خويندې او طَلَبه او طالِبات هره ورځ د ”فِكرِ مدينه“ په ذريعه  د مَدَني انعاماتو رساله كښې وركړے شوي خانے ډكوي، د دې په بَرَكت د نيك جوړيدو او د ګناهونو نه د بچ كيدو په لار كښې موجود رُكاوټونه د الله پاك په فضل و كرم لرې كيږي او د سُنَّتو د پابند جوړيدو، ګناهونو نه د نفرت كولو او د ايمان د حفاظت د كوشش ذِهن جوړيږي. كه تاسو دا رِساله واخلئ او ځان سره ئې كيږدئ او بيا بيا ئې ګورئ او هره ورځ فِكرِ مدينه كوئ نو زړه كښې به مو د آخرت فِكر پيدا شي او د نيكو اعمالو كولو او ګناهونو نه د بچ كيدو ذِهن به مو جوړ شي. د مَدَني انعاماتو دا رساله خپل ځان ته د نصيحت كولو يوه بهترينه ذريعه ده. زمونږه بُزُرګانِ دِين به هُم خپل ځان ته د نصيحت كولو مُختلِف تركيبونه كول،

خپل احتساب كولو والا بُزُرګ

      څنګه چه د حضرتِ سَيِّدُنا ابو مُسلم خولاني رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په باره كښې منقول دي چه هغوئي خپل جُمات كښې يوه كوړه زوړنده كړي وه او فرمائيل به ئې: ”ځناورو نه زيات زه د دې حقدار يم.“ چه كله به ئې لږه سستي محسوسوله نو په كوړه به ئې خپله پنډئ يو دوه ګُزاره وهله. (الله والوں کی باتیں، ۲/۲۰۳)

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! حضرتِ سَيِّدُنا ابو مُسلِم خولاني رَحْمَةُ  اللهِ