Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

باندې سلام وايه او يو ځل سُوْرَةُ الْاِخلاص يعني قُل هُوَ اللهُ اَحَد [پوره سورة] لوَله، هغه كس هُم داسې اوكړل نو الله تعالٰى په هغه باندې رِزق فراخه كړو، تر دې چه د هغه ګاونډيانو او خپلوانو ته هُم د هغه رِزق نه حِصَّه اورسيده. (سعادۃ الدارین،الباب الثانی فیما ورد فی فضل االصلاۃ والتسلیم …الخ، حرف الجیم، ص۸۴)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے. (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ، ٦/١٨٥، حديث ٥٩٤٢)

مَدَني ګل: بيان كښې چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدو  آداب

     نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. W چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دو زانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم W د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم W كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. W صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندې جواب وركووم. W د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښې كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد