Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

غفلت په خوب اُوده اوسي نو خساره كښې به پاتې شي چه د هغے نتيجه جَهنَّم ته د داخليدو سبب جوړيدے شي. (وَالْعِیاذُ بِالله)

اَلْحَمْدُ لِلّٰه امیرِ اهلسنّت حضرت علّامہ مولانا محمد الیاس عطّار قادری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  آسان او بهتر انداز كښې د غور و فِكر كولو باره كښې بيمثاله رَهنُمائي كړي ده، هغوئي دې د فساد ډك دَور كښې آسانئ سره د نيكئ كولو  او ګناهونو نه د بچ كيدو په طريقه باندې مُشتمِله د طريقت او شريعت جامع مجموعه په نوم د ”مَدَني انعامات“ د سوالاتو په صورت كښې عطا كړي ده، اسلامي ورونړو د پاره ٧٢، اسلامي خويندو د پاره ٦٣، طلبۀ عِلمِ دِين د پاره ٩٢، ديني طالباتو د پاره ٨٣، او مَدَنـي ماشومانو او مدني ماشومو جينكو د پاره ٤٠ او خُصوصي (يعني چاړاګانو) اسلامي ورونړو د پاره ٢٧ مَدَني اِنعامات دي.

امیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مدني انعاماتو باندې عمل كوونكو د پاره د وِلایت دُعا كړي ده، د اللہ پاك په بارګاه كښې داسې دُعا كوي.

تُو ولی اپنا بنالے اس کو ربّ لم یَزل

’’مدنی انعامات‘‘ پرکرتا ہے جو کوئی عمل

(وسائلِ بخشش مرمّم،ص۶۳۵)

ته هغه جوړ كړې خپل ولي يا رَبِّ لَم يَزَل

په  مَــدَني اِنعـاماتو چه څـوك كوي  عَمَل

د مدنی انعاماتو اھمیت

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ”مَدَني انعاماتو“ عظيمه تُحفه د اَسلافو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ  تَعَالٰی یادګار او د هغوئي د نَقشِ قدم مطابق د فِكرِ مدينه كولو يوه بهترينه ذريعه هُم ده، په دې