Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

معاشي پریشانئ، آخر ولے؟

          خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه د خوفِ خُدا په وجه ګناهونه پريښودل رِزق كښې د بَرَكت سبب جوړيږي، چه څوك هُم د خوفِ خُدا په وجه د يوے ګُناه نه بچ شي نو الله تعالٰى هغه ته داسې ځائے نه رِزق وركوي چه د هغے طرف ته د هغه خيال هُم نه ځي. نن مونږه وِينو چه د خلقو يو شمير د روزئ او نورو معاشي پريشانو كښې اخته دے، د چا د كور خرچه نه پوره كيږي، بعضې خلق زرګاؤ روپئ ګټي خو هيڅ ورسره نه پاتې كيږي. د چا كاروبار كښې رُكاوټونه راځي، د چا دُكان سم نه چليږي، څوك بے روزګاره دي، چا باندې قرضے دي، غرض دا چه زمونږه معاشره كښې ډير خلق د تنګدستئ، غُربت، بے روزګارئ او رِزق كښې د بے بركتئ شكايت كوي. مونږ ټولو ته غور كول پكار دي چه چرې د دې وجه دا خو نه ده چه مونږ د ګناهونو نه ډډه نه كوو؟ چرې زمونږه خپلې بد اعمالئ خو د مصيبتونو او رِزق كښې د بے بَرَكتئ سبب نه دي ځكه چه نن صبا زمونږه مُعاشَره كښې د ګناهونو دومره زور دے چه اَلْاَمَانُ وَالْحَفِیْظ. بدقسمتئ سره د خلقو يو غټ اكثريت بے عملئ كښې اخته دے، نه خو د بندګانو د حُقُوقو ادا كولو څه احساس شته او نه په حُقوُقُ الله كښې د كوتاهئ نه د بچ كيدو څه احساس شته، نيكئ كول د نفس د پاره بيحده مشكل او ګناه كول ډير آسان شوي دي، د ضرورياتو او سهولتونو حاصلولو د حد نه زيات كوشش د مسلمانانو يو ګنړ شمير د فِكرِ آخِرت نه بالكل غافِله كړے دے. كنزلـي كول، تُهمت لګول، بد ګُماني كول، غِيبت كول، چغلي كول، د خلقو عيب لټول،  د خلقو عيب ښكاره كول، دروغ وئيل، د دروغو وعدے كول، د چا مال ناحقه خوړل، د خلقو وينې توئيَوَل، چا ته بے اجازتِ شرعي تكليف وركول، د خلقو قرض بيرته نه وركول، د خلقو د ضرورت