Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

د تاجدارِ مدني انعامات حاجي زم زم رضا یوم او دِيني خدمات

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه مَدَني انعاماتو باندې د عمل ترغيبات اورو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه اوس چه كومه مياشت روانه ده يعني د ذُو الْقَعدةِ الْحرام مياشت، دا مياشت د محبوبِ عَطّار، تاجدارِ مَدَني انعامات حاجي زم زم رضا عَطّاري سره هُم نِسبت لري، د دې مياشتې په 21 تاريخ د تاجدارِ مَدَني انعامات حاجي زم زم رضا عَطّاري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه يوم دے.

مَدَني انعاماتو ته ترقي وركولو او دې باندې د عمل كولو ترغيب وركولو كښې د حاجي زم زم عطاري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه ډير خدمات دي. ډير مَدَني انعامات داسې دي چه هغه شیخِ طریقت، امیر اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د حاجي زم زم رضا عَطّاري په درخواست كولو ترتيب كړي دي. (محبوبِ عطار کی 122حکایات، ص۹۵)

حاجي زم زم رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه پخپله د مَدَني انعاماتو ډير زيات عامِل وو او د قُفلِ مدينه پَيكر وو، الله پاك دِ مونږه هُم د حاجي زم زم رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په نقشِ قدم باندې د چليدو مطابق د مَدَني انعاماتو عامِل او د قُفلِ مدينه پَيكر جوړ كړي.

شیخِ طریقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ چه د حاجی زم زم عطاري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د دريمې د ايصالِ ثواب په اِجتِماع كښې هغوئي سره د خپلو كومو مَحبَّتونو اظهار كړے وو، راځئ چه د هغے يو څو مَدَنـي ګُلونه واورو:

٭ صحيح خبره دا ده چه ما به د حاجي زم زم رضا عطاري صُحبت خوښولو. د هغوئي په وجه به مې خپل ځان كښې بهتري محسوسوله او ځان د پاره به مې د اصلاح ذريعه جوړوله. ٭ ما كله هُم حاجي زم زم په خپل ژوند كښې په قَهقَهه [يعني په زوره خندا] نه وو ليدلے ٭قَهقَهه نه لګول سُنَّت دي، د دې سُنَّتو هغه سختئ سره عامِل وو. ٭ حاجي زم