Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

وركوي چه هلته د هغه ګُمان هُم نه شي رسيدے. الله دِ اوكړي چه مونږه ګناهونو نه بچ كيدلو كښې كامياب شو او زمونږه مُعاشي پريشانئ ختمې شي.

 اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

        اَمِیرِ اهلسنّت، حضرت ِ علّامہ مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  څه ښه فرمائي:

عاشقِ مال اس میں سوچ آخر                                      کیا عُروج و کمال رکھا ہے؟

تجھ کو مل جائے گا جو قسمت میں                                 تیری رزقِ حلال رکھا ہے

(وسائل بخشش مُرمّم ، ص ۴۴۴)

د شعر مفهوم: يعني مال و دولت پسے ليونے كيږه مه، دې مال كښې هيڅ ترقي او كمال نشته، كوم حلال مال چه ستا نصيب كښې ليكلے شوے دے هغه به تا ته ضرور در رسيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مُحاسَبَۀ نفس او قرآن

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دې كښې شك نشته چه د ګناهونو نه د بچ كيدو او د ډيرو ډيرو نيكو كولو يوه بهترينه ذريعه اِستِقامت سره خپلو اعمالو باندې غور و فِكر كول هم دي، چه كوم مسلمان دا بهترين عادت واخلي او هره ورځ خپله مُحاسَبه كوي نو د هغه وَينا او كِردار پخپله ښائسته كيږي او ګناهونو نه ځان ساتلو كښې كاميابيږي.

د اعمالو په باره كښې د غور و فِكر د اَهَمِّيَّت اندازه د دې خبرې نه لګيدے شي چه