Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

اعظم رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د الله تعالٰى د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګران صحابي دے، او دا هُم هغه فاروقِ اعظم  دے د چا د سَوري نه به چه شيطان تښتيدو. (بخاری، کتاب فضائل اصحاب النبی،باب  مناقب عمر بن الخطاب، ۲/۵۲۶، حدیث: ۳۶۸۳مفہوماً) ٭ دا هُم هغه فاروقِ اعظم  دے چا ته چه حُضُور نَبِـيِّ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپله مُباركه خُله د جَنَّتي كيدو زيرے اورولے دے. (ايضاً،حدیث:۳۶۷۹مفہوماً) ٭ دا هُم هغه فاروقِ اعظم  دے د چا باره كښې چه د الله خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا دُعا كړي ده چه اے الله پاكه! د عُمر بن خَطَّاب په ذريعه اسلام ته عِزَّت وركړې! (ابن ماجہ، کتاب السنۃ، فضل عمر ، ۱/۷۷،حدیث : ۱۰۵)  ٭ دا هُم هغه فاروقِ اعظم  دے، د چا د رائے مطابق چه د قرآنِ كريم مبارك آيتونه نازل شوي دي. (تاریخ الخلفاء، ص۹۶، الصواعق المحرقۃ، ص۹۹)

کردارِ فاروقي باندې عمل اوكړئ!

      د دومره اوچت شان و شوكت باوجود به  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم
رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د خپلو اعمالو مُحاسَبَه كوله او ځان ته به ئې نصيحتونه كول چه اے عُمَره! د اللہ نه اُويَريږه. اے عُمَره! د اللہ نه اُويَريږه. چه د هغوئي د مُحاسَبَۀ نفس دا حال دے نو مونږه چه په ګناهونو كښې ډوب پراته يو، مونږه چه شپه او ورځ په غفلتونو كښې ژوند تيروو، مونږه چه هيڅ نيكئ راسره نشته نو مونږ ته د خپل نفس د مُحاسَبے څومره ضرورت دے. راځئ چه د الله پاك د يو بنده واقعه واورو چه هغه به خپله مُحاسَبه څنګه كوله.

د ورځو او ګناهونو حِساب

      حضرت سیِّدُنا تَوبه بِن صِمّه رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه يوه ورځ د خپل نفس مُحاسَبه كوله نو حساب ئې اولګولو چه د هغوئي عُمر شپيته (60) كاله وو، چه د ورځو حساب ئې اوكړو نو يو