Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

)٢( پكار ده چه عَقَلمند د پاره يو داسې ساعت وي چه هغے كښې هغه د خپل نفس مُحاسَبه اوكړي. (شعب الایمان، باب فی تعدید نعم ﷲ …الخ ، ۴/۱۶۴، حدیث: ۴۶۷۷)  

)٣( (د آخرت په اُمُورو كښې) د لږ ساعت د پاره غور و فِكر كول د شپيتؤ كالو د عبادت نه بهتر دي. (کنز العمال،کتاب الاخلاق،التفکر، الجز۳، ۲/۴۸،حدیث:۵۷۰۷)

د مُحاسَبَۀ نفس فائدے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې آيتِ مباركه، د دې د تفسِير او فرامِينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه معلوميږي چه زمونږه دِين كښې د خپلې مُحاسَبَے كولو زبردست ترغيب وركړے شوے دے، ځكه چه ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه انسان ګناهونو نه بچ كيږي. ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه زړه كښې خوفِ خُدا [يعني د الله يَره] پيدا كيږي. ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه نيكئ كول آسان شي ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه د حُقُـوقُ الله او حُقُـوقُ الْعِباد اد اكولو ذِهن جوړيږي ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه مرګ نه مخكښې د مرګ د تيارئ ذِهن جوړيږي ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه عادتونه ښه كيږي ٭ د مُحاسَبَۀ نفس په وجه دُنيا كښې ژوند تيرول هُم آسان شي او آخرت هم ښه كيږي.

   په هُم دې وجه زمونږه دِين د مُحاسَبَۀ نفس ډير زيات تلقين كړے دے، راځئ چه! د مُحاسَبَۀ نفس تعريف  واورو، چه بيا مونږ په زيات ښه انداز كښې د خپلو اعمالو محاسبه كولو كښې كامياب شو، چنانچه

محاسَبه څه ته وائي؟

               حُجَّةُ الْاِسلام اِمام محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه خپل مشهور کتاب ”اِحیاء العُلوم“ كښې فرمائي: د اَعمالو كثرت، [او د هغے په] مِقدار كښې د زياتوالي او اعمالو كښې د نُقصان