Book Name:Apni Islah Ka Nuskha

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! خپله اِصلاح كول او د خلقو د اِصلاح كولو كوشش كول د اسلام بُنيادي مَقاصِدو كښې شامِل دي، نن يو تعداد دے چه دا مقصد ورځ په ورځ هيروي، د اصلاح يوه بهترينه ذريعه مُحاسَبَۀ نفس (يعني غور و فِكر كول) هُم دي، نن به مونږه د مُحاسَبَۀ نفس اَهَمِّيَّت او د هغے د فائدو مُتَعَلِّق اورو. د بُزرګانو د مُحاسَبَۀ نفس څه واقعات به هُم اورو، موجوده دَور كښې مونږه د روزانه په بُنياد د خپلو اعمالو جائزه څنګه اخستے شو، په دې باره كښې به هُم څه مَدَنـي ګُلونه وړاندې كيږي. الله دِ اوكړي چه ښو ښو نِيَّتونو سره د پوره بيان اوريدو سعادت رانصيب شي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

      راځئ چه! د ټولو نه مخكښې د مُحاسَبَۀ نفس د بَرَكت يو حِكايت واورو:

اے نفسه! د الله نه اُويَريږه!

          د بني اِسرائيل يو كس نهايت عبادت ګُزار وو. هغه به د ورځې د الله پاك په عبادت كښې مصروف وو او د ورځې به ئې يو ځائے بل ځائے خلقو باندې څه څيزونه خرڅول، هغه به اكثر د خپل نفس مُحاسَبه كوله (يعني د خپلو اعمالو جائزه به ئې اخستله) او دا به ئې وئيل: اے نفسه! د الله نه اُويَريږه! يوه ورځ هغه حسبِ معمول روزئ ګټلو د پاره د خپله كوره اُووتلو او تلو تلو د يو مالدار سړي دروازے ته اورسيدو او د خپلو څيزونو خرڅولو د پاره ئې آواز اولګولو، د هغه مالدار كس ښځې چه هغه ښكلے سړے د خپلې دروازے خوا ته اوليدو نو په څه بهانه ئې محل ته دننه را اُوغوښتو، بيا ئې هغه ته اُووئيل: اے تاجِره زما زړه ستا طرف ته مائل شوے دے، ما سره ډير مال او بهترين لِباسونه دي، ته دا كار پريږده زه به تا ته وريښمين لِباس او ډير مال دركړم. دا