Qabar Ke Sathi

Book Name:Qabar Ke Sathi

شکل کښې ځم، هغه چې ما وويني نو چغې کړي: اے ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام ! زما ګناهونه زيات شو، زما اعمال نامه پۀ ګناهونو باندې توره شوه، آه! اوس د رخصتيدو وخت راغلے دے، ما له لږ مهلت راکړئ! د پاره د دې چې زۀ د الله پاک پۀ حضور کښې څۀ اوښکې توئي کړم، لږ وخت راکړئ چې زۀ د خپلو ګناهونو نه توبه کړم. زۀ وايم: ناممکن...!! دا خو بالکل ناممکنه خبره ده. بيا زۀ د هغۀ رُوح قبض کړم. ([1])

دِلا غافِل نہ ہو یکدم یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے             بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے

تُو اپنی موت کو مت بُھول کر سامان چلنے کا        زمیں کی خاک پر سونا ہے اینٹوں کا سرہانا ہے

نہ بیلی ہو سکے بھائی، نہ بیٹا، باپ تَے مائی           تُو کیوں پِھرتا ہے سودائی عمل نے کام آنا ہے

عزیزا! یاد کر جس دِن کہ عزرائیل آئیں گے      نہ جاوے کوئی تیرے سنگ اکیلا تُو نے جانا ہے

غُلامؔ اک دَم نہ کر غفلت، حیاتی پر نہ ہو غَرَّہ         خُدا کی یاد کر ہر دَم کہ جس نے کام آنا ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

څوک مرګ زيات ياد ساتي...؟

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې عبرتناک روايت نه معلومه شوه چې پۀ مونږ کښې د هر يو د مرګ وخت مقرر دے، حضرت ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام هر وخت زمونږ طرف ته ښۀ پۀ غور ګوري او ناست دے، کله چې د چا وخت پوره شي، بيا د يو ساعت مهلت هم نۀ ورکوي، فوراً د هغۀ رُوح قبض کړي. آه! افسوس چې مونږ د حقيقت نه خبر هم يو، منو يـې هم خو ځان مو قصداً عمداً ناجاړه کړے دے، پۀ غفلت کښې پراتۀ يو، ياد ساتئ چې که مونږ مرګ ياد ساتو او که ياد يـې نۀ ساتو، که


 

 



[1]... سُلْوَۃُ الْعَارِفِین، باب ذکر ملک الموت، جلد:2، صفحہ:212 - 215 ملتقطًا۔