Qabar Ke Sathi

Book Name:Qabar Ke Sathi

اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ     ؕ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی  خَاتَمِ النَّبِیِّن ؕ

اَمَّـا بَــعۡـدُ   فَـاَعُـوۡذُ   بِـا لـلّٰـہِ   مِـنَ  الـشَّـیۡـطٰنِ  الـرَّجِیۡمِ  ؕ   بِـسۡمِ  الـلّٰـہِ  الـرَّحۡـمٰنِ  الـرَّحِـیۡمِ   

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف  

  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

يو بزرګ تير شوے دے: شيخ ابو حَفْص کاغذي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه . هغوئي چې کله وفات شو نو يو څو ورځې پس يـې خپل دوست له پۀ خوب کښې تشريف راوړلو،  دوست ترينه پوښتنه اوکړه: څۀ حالات دي؟ پۀ قبر کښې درباندې څۀ تير شول؟ اوئې فرمائيل: پۀ ما ډير لوئي کرم وشو، واقعه څۀ داسې وشوه چې کله زۀ پۀ قبر کښې دفن کړے شوم نو منکر نَکِير (يعنې پۀ قبر کښې پوښتنه کوونکې فرښتې) راغلې، هغوئي زۀ کښينولم او پوښتنې يـې رانه شروع کړې، پۀ دې کښې د الله پاک فرمان راغلو: اے فرښتو! ودريږئ...!! فرښتے ودريدلې. بيا حُکم وشو: د دې بنده ګناهونه وشميرئ! فرښتو زما ګناهونه وشميرل، بيا خو زۀ ويريدم چې د دومره ګناهونو باوجود به زۀ څنګه بخښلے کيږم. هلته فرښتو ته حُکم وشو: دې بنده چې پۀ دُنيا کښې زمونږه پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کوم درود شريف لوستلے دے، اوس هغه وشميرئ! فرښتو زما لوستلے شوے درودِ پاک وشميرلو. د خوش قِسمتۍ نه زما لوستلے شوے درودِ پاک زما د ګناهونو نه زيات وو. نو فرښتو ته حُکم وشو: حَسْبُکُمْ یَامَلَائِکَتِیْ! اے زما فرښتو! هُم