Book Name:Qabar Ke Sathi
يعنې مونږ د مرګ نه غافله، د دې دُنيا پۀ عارضي او فاني ژوند باندې مطمئين يو او مرګ هر وخت زمونږ پۀ سر باندې ولاړ دے.
کتنی بے اعتبار ہے دُنیا موت کا انتظار ہے دُنیا
گرچہ ظاہِر میں صُورتِ گل پر حقیقت میں خار ہے دُنیا
ایک جھونکے میں ادھر سے ہے اُدھر چار دِن کی بہار ہے دُنیا
زندگی نام رکھ دیا کس نے موت کا انتظار ہے دنیا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د انديښنې او ډيره د انديښنې خبره ده، قبر ته مونږ ټولو له تلل دي خو آه! هلته به زمونږ څوک ملګرے نۀ وي، نن پۀ دُنيا کښې که چرته پۀ سفر تلل وي، مثلاً د شپې ناوخته وي، پۀ شاړو لارو باندې تلل وي نو مونږ انتظام اوکړو، درې څلور دوستان د ځان سره بوځو خو قبر...!! افسوس چې قبر ډير زيات شاړ دے، هلته هر طرف ته وحشت دے، د ډيرو خطرو نه ډک دے، د دې باوجود هم مونږ هلته څوک د ځان سره نشو بوتللے، د ګرانو نه ګران، زمونږ نه قربانيدونکے زاريدونکے به هم زمونږ سره هلته نشي تللے، يواځې به مو پۀ خاورو کښې ښخ کړي او واپس به رانه لاړ شي. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰى كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ تَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُمْۚ-
(پارہ:7، سورۀ انعام:94)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه تاسو مونږ له يواځې راغلۍ څنګه چې مونږه تاسو پۀ اول ځل پيدا کړي وۍ او تاسو شا ته پريښودل هٰغه ټول مال او متاع کوم چې مونږ تاسو له درکړي وو.
دِلا غافِل نہ ہو یک دَم یہ دنیا چھوڑ جانا ہے
بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے