Book Name:Qabar Ke Sathi
(1 نه 5) : نـمونځ، روژہ، حج او زکوٰة وغیرہ
د حضرت کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې کله نيک اِنسان پۀ قبر کښې کيښودے شي نو د هغه نيک اعمال، نـمونځ، روژه، حج، جهاد او صدقه وغيره د هغۀ خوا ته راجمع شي، * کله چې د عذاب فرښتے د ښپو د طرف نه راځي نو نـمونځ وائي: د دۀ نه لرې اوسئ، ستاسو دلته هيڅ کار نشته، دا به پۀ دې ښپو ودريدو او د الله پاک عبادت به يـې کولو * بيا هٰغه فرښتے د سر د طرف نه راشي نو روژه وائي: ستاسو د پاره د دې طرف نه هيڅ لار نشته ځکه چې پۀ دُنيا کښې د الله پاک د رضا د پاره دۀ ډيرې روژې نيولې وې او اوږده لوږه تنده يـې برداشت کړې وه * فرښتے د هغۀ د وجود د نورو حصو د طرف نه راځي نو حج او د الله پاک پۀ لاره کښې وتل وائي چې لرې شئ، دۀ د الله پاک د رضا د پاره خپل وجود پۀ تکليفونو کښې اچولو سره حج کړے وو او د هغۀ د رضا د پاره د هغه پۀ لاره کښې وتلے وو ځکه ستاسو د پاره دلته هيڅ ځائے نشته * بيا هغوئي د لاسونو د طرف نه راشي نو صدقه وائي: زما د دوست نه لرې شئ، پۀ دې لاسونو څومره صدقې ورکړے شوې دي کومې چې صرف د الله پاک د رضا د پاره ورکړے شوې وې او د دې لاسونو نه پۀ وتو هغه د الله پاک پۀ دربار کښې د قبوليت درجې ته رسيدلې دي، ځکه دلته ستاسو هيڅ کار نشته. بيا هٰغه مړي ته ووئيلے شي چې ستا ژوند او مرګ دواړه بهترين دي او د رحمت فرښتے د هغۀ پۀ قبر کښې د جَنَّت فرش وغوړوي، د هغۀ د پاره جَنَّتي جامې راوړي، د نظر د حده پورې د هغۀ قبر پراخه کړے شي او د جَنَّت يو قنديل [رڼا] د هغۀ پۀ قبر کښې ولګولے شي د کوم نه چې هغه د قيامت د ورځې پورې رڼا حاصلوي. ([1])