Book Name:Qabar Ke Sathi
*خوراک څښاک يـې څۀ وو؟ د هغه سره پيسې څومره وې؟ طاقت ورسره څومره وو؟ کيدے شي چي مونږ ته نۀ وي معلومه * اوس هغه چرته دے؟ کيدے شي چې د هغه د قبر نخښې هم نۀ وي موجودې، دا ده دُنيا...!! اوس لږ د سل، 200 سوه کاله پس پۀ باره کښې سوچ اوکړئ! * اوس چې پۀ کوم کور کښې مونږ اوسيږو، دوه صدۍ پس به دلته څوک اوسيږي؟ مونږ ته پته نشته * هغه به څنګه وي؟ * د هغه ژوند تيرول به څنګ وي؟ مونږ ته پته نشته * هٰغه وخت به مونږ چرته يو؟ هلته چرته چې زمونږ نه مخکښيني خلق رسيدلي دي، کيدے شي چې هٰغه وخت به زمونږ د قبرونو نخښې هم ورانې شوې وي. لکه څنګه چې نن مونږ دا دُنيا هر څۀ ګڼو، کيدے شي چې زمونږ نه مخکښينو خلقو هم داسې ګڼل او ممکن ده چې زمونږ نه پس راتلونکي خلق هم داسې ګني خو حقيقت دا دے چې دُنيا نۀ زمونږ نه د مخکښې راتلونکو سره وفا کړې وه، نۀ به زمونږ نه پس د راتلونکو سره وفا کوي او نۀ هُم زمونږ سره وفا کوي. دا دُنيا د مخکښينو خلقو د پاره هم دوکه وه او زمونږ د پاره هم دوکه ده.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا اصلي حقيقت دے، زمونږ پۀ ذهنونو کښې به ډيرې منصوبې وي، زمونږ پۀ زړونو کښې به ډير خوبونه وي، مونږه روزانه د خپل صباؤن [يعنې مستقبل] د پاره ډير سوچونه کوو، ډيرې نوې نوې منصوبې جوړوو خو اصلي حقيقت هم دا دے...!! چې کله مَلک المَوت (يعنې د مرګ فرښته) حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، بيا به د هغې نه پس هيڅ يوه منصوبه، هيڅ يو خوب پاتې نشي، بيا به صِرف هم يو څيز باقي پاتې وي او هغه زمونږ اعمال دي. ځکه مونږ ته پۀ دې دُنيا کښې په مستقبل کښې څۀ کول دي، ښۀ کور، ښۀ ګاډے، ښه کاروبار، دا هر څۀ زمونږ د مستقبل سوچ دے خو زمونږه عمل زمونږه د نن ذمه واري ده. مونږه به خپل دُنياوي