Qabar Ke Sathi

Book Name:Qabar Ke Sathi

 

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دغه حال دے، آؤ هم دغه حال دے، کوم چې ډير زر پۀ مونږ باندې هم راتلونکے دے، آؤ! آؤ! مونږ ټول هم د دې وحشت او تنهايۍ، غريبۍ او بے وسۍ ښکار کيدونکي يو، چې د بادشاهانو لښکرونو هغوئي بچ نۀ کړے شو نو زمونږ درې څلور دوستان به هم مونږ بچ نۀ کړے شي، که د بادشاهانو تاج او تخت او اوچتو اوچتو محلونو هغوئي د مرګ نه بچ نۀ کړے شو نو زمونږ واړۀ واړۀ کورونه، معمولي عزت او مشهورتيا به هم مونږ بچ نۀ کړے شي، آه! ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به تشريف راوړي، رُوح به رانه راکاږي، اخري سلګۍ به راځي، سترګې به مو د چت طرف ته وي او دا ټوله دُنيا به د خپلو ټولو ښکلاګانو سره زمونږ د پاره يو دم نا اشنا شي.

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے               یہ عبرت کی جا ہے تماشہ نہیں ہے

ملے خاک میں اہلِ شاں کیسے کیسے           مکیں ہو گئے لا مکاں کیسے کیسے

ہوئے ناموَر بے نشاں کیسے کیسے           زمیں کھا گئی نوجواں کیسے کیسے

یہی تجھ کو دھُن ہے رہُوں سب سے بالا    ہو زینت نرالی ہو فیشن نرالا

جیا کرتا ہے کیا یونہی مرنے والا؟          تجھے حسنِ ظاہر نے دھوکے میں ڈالا

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے               یہ عبرت کی جا ہے تماشہ نہیں ہے

اِيرې راټولوونکي مړي

روايت دے: يو ځل حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام زمکې ته راغلو، د الله پاک نبي حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام يـې وليدلو چې هغوئي د سمندر پۀ غاړه باندې يوه چوپړۍ جوړوي، پوښتنه يـې اوکړه: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! دا څۀ دي؟ اوئې فرمائيل: اے جبرائيله! چا له چې مرګ راتلل وي، د هغه د پاره خو دا هم ډيره زياته ده. حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! ډير زر به يو قوم وي، د