Book Name:Qabar Ke Sathi
(9): د سورۀ مُلک شريف د لوستلو اِنعام
د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: کله چې اِنسان پۀ قبر کښې کيښودے شي * نو عذاب به د هغۀ د ښپو د اړخ نه راشي نو د هغه ښپې به وائي: ستا د پاره زما د طرف نه هيڅ لاره نشته، ځکه چې دۀ به پۀ شپه کښې سورۀ مُلک شريف لوستلو * بيا به عذاب د هغۀ د سينې يا د ملا د طرف نه راشي نو هغه به وائي چې ستا د پاره زما د طرف نه هيڅ لاره نشته، ځکه چې دۀ به پۀ شپه کښې سورۀ مُلک شريف لوستلو * بيا به هغه د هغۀ د سر د طرف نه راشي نو سر به وائي چې ستا د پاره زما د طرف نه هيڅ لاره نشته، ځکه چې دۀ به پۀ شپه کښې سورۀ مُلک شريف لوستلو. نو دا سورت منع کوونکے دے، د قبر د عذاب نه حفاظت کوي. په تورات کښې د دې نوم سورۂ مُلْک دے څوک چې دا د شپې وائي ډير زيات او ښۀ عمل کوي. ([1])
پۀ يمن ملک کښې چې خلقو کله يو مړے دفن کړو او واپس کيدل نو هغوئي د قبر نه د وهلو ټکولو اواز واوريدو. بيا ناڅاپه د قبر نه يو تور سپے راښکاره شو. يو کَس ترينه پوښتنه اوکړه: تۀ څوک يـې؟ هغه جواب ورکړو: زۀ د مړي بد عمل يم. پوښتنه يـې اوکړه: وهلے کيدلے تۀ که مړے؟ هغه ووئيل: هم زۀ وهلے کيدم، سورۀ يٰس شريف او نور سورتونه د هغۀ سره وو، هغه زما او د هغۀ پۀ مينځ کښې خنډ [يعنې رکاوټ] شول او زۀ يـې را وزغلولم. ([2])