Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
شي، د اعمال نامې شاته طرف ته به د دې کَس خطاګانې ليکلے شوې وي او بره طرف ته به يـې نيک اعمال ليکلے شوي وي، هٰغه کَس به خپلې خطاګانې لوستل شروع کړي، د الله پاک پۀ بارګاه، د حشر پۀ ميدان کښې به داسې خپلې خطاګانې لوستل هغه ته ډير بد ښکاري، د شرم پۀ وجه به د هغه د مخ رنګ زيړيږي، البته هغه به د الله پاک د رحمت نه طمع لري، د شرميدو سره به خپلې خطاګانې لولي، کله چې د خطاګانو ذِکر ختم شي نو ورسره به لاندې ليکلي وي: هَذِهٖ سَيِّئَاتُكَ قَدْ غُفِرَتْ لَكَ يعنې دا ستا خطاګانې دي، دا ټولې خطاګانې بخښلے شوې دي.
د بخښنې دا زيرے چې ولولي نو د هٰغه نيک کَس مخ به د خوشحالۍ نه وپړقيږي، بيا به هغه پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ خپله اعمال نامه واړوي نو بل طرف ته به د هغه تشې نيکۍ ليکلے شوې وي، هغه به پۀ خوشحالۍ سره خپلې نيکۍ لوستل شروع کړي، لولي به يـې، لولي به يـې، د دې پورې چې ټولې نيکۍ به ولولي نو پۀ اخره کښې به ليکلے شوي وي: هَذِهٖ حَسَنَاتُكَ، وَقَدْ ضُوْعِفَتْ لَكَ يعنې دا ستا نيکۍ دي، ستا د پاره دا ډيرې چنده زياتې کړے شوې دي. بيا به د هغه د خوشحالۍ څۀ حد نۀ وي، د هغه مخ به پړقيږي، بيا به د هغه پۀ سر باندې تاج کيښودے شي، هغه ته به جنَّتي جامې واغوستلے شي، د دې سره به هُم د هغه قد زيات شي او د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د قد برابر يعنې 60 ګزه به شي. بيا به دې نيک کَس ته ووئيلے شي: لاړ شه! او پۀ دُنيا کښې چې به کوم خلق پۀ تا پسې روان وو، هغوئي ته پۀ خپل حساب سره ووايه! او هغوئي ټولو له دا زيرے هم ورکړه چې د هغوئي ټولو د پاره هم دا اِنعام دے کوم چې تا له درکړے شوے دے. بيا به هٰغه کَس زر پۀ ځان پسې د تلونکو خوا له راشي او د ډيرې خوشحالۍ نه به ووائي:
هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْۚ(۱۹)
اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْۚ(۲۰) (پارہ:29، سورۀ الحاقة:19-20) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: واخلئ زما اعمال نامه ولولئ. بے شکه زما يقين وو چې زۀ د خپل حساب سره يو ځائے کيدونکے يم.
دا چې کوم خوش قِسمته کَس دے، د دۀ پۀ باره کښې الله پاک فرمائي: