Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
خورئ! ښې ډيرې څښئ! بدله ده ستاسو د هٰغه تيرو شوو ورځو. ([1])
زۀ د قيامت د ورځې د پاره ذريعه جوړؤم
اِمامِ بيهقي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: يو ځل حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د مدينے منورې اړخونو ته تشريف يوړلو، د هغوئي سره څۀ خلق هم وو، پۀ يو ځائے کښې هغوئي پړاؤ اوکړو (يعنې ايسار شول)، دسترخوان وغوړولے شو. هٰغه وخت پۀ هٰغه ځائے يو شپونکے تيريدلو، کوم چې خپلې چيلۍ څَرولې. هغه د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې سلام عرض کړو. حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما (د سلام جواب ورکړو او د ښه اخلاقو پۀ مظاهره کولو يـې) وفرمائيل: تاسو هم راشئ!ٍ زمونږ سره ډوډۍ وخورئ! شپونکي ووئيل: زما روژه ده.
دا د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت نۀ وه او د عرب ډيره سخته ګرمي وه، نو حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: دا غرئيزه علاقه...!! د دومره سختې ګرمۍ ورځ...!! ګرمه هوا لګي، تۀ چيلۍ څَروې، آيا پۀ دې حالت کښې تا نفلي روژه نيولې ده؟ پۀ دې باندې شپونکي ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې وئيل: اِنِّی وَاللہِ اُبَادِرُ اَیَّامِی الْخَالِیَۃِ پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! زۀ خپلې تيرې شوې ورځې يخووم (يعنې زۀ پۀ نفلي روژه نيولو د خپلو ګناهونو د معافۍ او جَنَّت ته د تللو ذريعه جوړووم). حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما چې دا واوريدل نو خوشحاله شو، وروستو هغوئي هٰغه شپونکے د هغه د مالِک نه واخستو او ازاد يـې کړو. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نيک سيرته شپونکي د سوچ نه زار