Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

د هغه دعاګانې قبولې کړي د هٰغې دعا نه علاوه کومه چې د ګناه د پاره وي. ([1])

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رجب روژې نيولې

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَجَب شريف ډير اهم عبادت روژې نيول دي. حضرت عُروَه بن زبير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه پوښتنه اوکړه: آيا د الله پاک نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ رجب شريف کښې روژې نيولې؟ اوئې فرمائيل: آؤ! (روژې به يـې هم نيولې) او دې له به اهميت هم ورکولو. ([2])

د 2 کالو د عبادت ثواب

د جنَّتي صحابي حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ نامدار، د دواړو جهانو مالِک او مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې پۀ ماهِ حرام کښې درې ورځې د زيارت، جُمعې او د خالي روژې ونيولې، د هغه د پاره به د دوو کالو د عبادت ثواب ليکلے شي. ([3])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د ماهِ حرام نه هم 4 مياشتې يعنې ذو القعده، ذُو الـحِجَّة، محرم او رجب مُراد دي، پۀ دې څلورو مياشتو کښې چې پۀ کومه کښې هم د زيارت، د جُمعې او د خالي د ورځې روژه ونيسې نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د 2 کالو د عبادت ثواب به ميلاؤيږي.

تیرےکرم سے اے کریم! مجھے کون سی شے ملی نہیں

جھولی ہی میری تنگ ہے، تیرے یہاں کمی نہیں


 

 



[1]... شُعَبُ الْاِیمان، باب الصیام، تخصیص شہر رجب بالذکر،  جلد:3، صفحہ:374، حدیث:3812۔

[2]... کنز العمال، جزء:8، جلد:4، صفحہ:301، حدیث:24596۔

[3]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:484، حدیث:1789۔