Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
دُعا قبوله کړه. نو هٰغه غر ووئيل: اے رُوحُ الله! عَلَیْهِ السَّلَام تاسو څۀ غواړئ؟ حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: خپل حال بيان کړه (يعنې تۀ ولې نُوراني يـې؟ د خپلو پړقيدو وجه بيان کړه). غر عرض اوکړو: پۀ ما کښې دننه يو کَس اوسيږي (د هغه پۀ وجه څۀ پړقيږم). حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام بيا د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: يا الله پاکه! دا اِنسان ما ته ښکاره کړې. د هغوئي دا دُعا هم قبوله شوه، هُم فوراً غر وشليدو او د هغې نه د سپوږمۍ پۀ شان د ځليدونکي مخ والا يو نيک اِنسان ښکاره شو. هٰغه نيک اِنسان پۀ خپل حال بيانولو عرض اوکړو: زۀ د الله پاک د نبي حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام اُمتي يم، ما د الله پاک نه سوال کړے دے چې هغه ما د خپل خوږ او اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف مبارک راوړلو پورې ژوندے وساتي د پاره د دې چې زۀ د هغوئي زيارت هم اوکړم او د هغوئي د اُمتي کيدو شرف هم حاصل کړم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زۀ د هٰغه وخت نه پۀ دې غر کښې اوسيږم او د الله پاک عبادت کووم. حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام چې د هٰغه نيک اِنسان خبرې واوريدلې نو د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې عرض اوکړو: يا الله پاکه! آيا پۀ مخ د زمکه د دې کَس نه زيات هم څوک ستا پۀ نزد عزت والا دے؟ الله پاک وفرمائيل: اے عيسیٰ (عَلَیْهِ السَّلَام)! د مُحَمَّد [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] پۀ اُمت کښې چې څوک د رَجب د مياشتې يوه روژه ونيسي، هغه زما پۀ نزد د دې نه زيات مُکرَّم (يعنې عزت والا) دے. ([1])
د رَجَب د مياشتې يو څو عبادتونه
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! رَجَب د حُرمت والا مياشت ده، پۀ دې کښې ښه ډير عبادت اوکړئ! | صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به پۀ رَجَب شريف کښې عمره کول