Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

شم! د هغه څومره ښکلے ذِهن وو...!! د دُنيا دا ورځې اګر که د ګرمۍ دي، پۀ دې ورځو کښې اګر که روژه نيول ډير ګران دي خو د قيامت د ګرمۍ پۀ مخکښې دا ګرمي هيڅ هم نۀ ده، ځکه مونږ له هم پکار دي چې د قيامت د ګرمۍ نه د بچ کيدو د پاره د دې دُنيا ګرمي برداشت کړو او د څۀ نا څۀ نفلي روژو نيولو کوشش شروع کړو. څۀ پته لګي که زمونږه دا نفلي روژې د الله پاک پۀ بارګاه کښې قبولې شي او هم دا عمل زمونږ د بخښنې ذريعه جوړه شي.

د بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ رزق پۀ جَنَّت کښې زياتيږي

د حضرت بُريده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: (يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ناشته کوله، پۀ دې کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مؤذِن حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو)، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته وفرمائيل: بلاله...!! راشه! ناشته اوکړه. حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ادب سره عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما روژه ده. پۀ دې باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (د خپل صحابي د عمل نه پۀ خوشحاليدو) وفرمائيل: مونږ خپل رزق خورو او د بلال رزق پۀ جَنَّت کښې زياتيږي. بيا يـې وفرمائيل: اے بلاله! آيا تا ته معلومه ده چې د څومره وخت پورې د روژه دار مخې ته خوراک خوړلے کيږي، هٰغه همره وخت د روژه دار هډوکي تسبيح کوي او فرښتے د هغه د پاره د بخښنې دُعاګانې کوي. ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څومره زبردسته خبره ده، الله پاک پۀ دې دُنيا کښې مونږ ته رزق راعطا کړے دے، مونږ پۀ دې دُنيا کښې حلال رزق بغير د څۀ منعې نه خوړلے شو خو دا ازميښت دے چې د دې دُنيا پۀ حرامو باندې عذاب او پۀ


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب الصیام، باب فی الصائم اذا اکل عندہ، صفحہ:279، حدیث:1749۔