Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

 

څۀ چې غواړې در عطا کولے کيږي به

عارِف بِالله شيخ ضياءُ الدِّين دَيرِيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ روايتونو کښې دي چې |چا د رَجَب 7 روژې ونيولې، د هغه د پاره د دوزخ دروازے بندولے شي | څوک چې د رَجَب شريف 10 روژې ونيسي، هغه چې د الله پاک نه څۀ غواړي الله پاک يـې هغه ته عطا کوي | او بے شکه پۀ جَنَّت کښې يو محل دے، د هٰغه محل پۀ مخکښې دا دُنيا د مرغۍ د جالې پۀ شان ده، هٰغه محل ته به صرف هغه داخليږي چا چې پۀ رَجَب کښې روژې نيولې وي. ([1])

عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل      رَجَب کا واسطہ دیتا ہوں فرما دے کرم مولا([2])

د يو جَنَّتي نهر نوم رَجَب دے

د جنَّتي صحابي حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ جنَّت کښې يو نهر دے کوم ته چې رجب وئيلے شي د دې اوبه د پئيو نه ډيرې سپينې او د شاتو نه ډيرې خوږې دي، څوک چې د رجب شريف يوه روژه ونيسي، الله پاک به هغه ته د دغه نهر نه اوبه ورکوي. ([3])

 د رَجَب روژه د ګناهونو کفاره ده

د سلطان المُفَسِّرِين، حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، د نا قراره زړونو قرار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د رَجَّب د وړومبۍ ورځې روژه د 3 کالو کفّاره ده او د دويمې ورځې روژه د 2 کالو او د دريمې ورځې روژه د 1 کال کفّاره ده، بيا د هرې ورځې روژه د يوې مياشت کفّاره ده (يعنې د رَجَب شريف دا روژې د


 

 



[1]... طہارۃ القلوب، الفصل الثانی عشر، صفحہ:125 ۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:98۔

[3]... شُعَبُ الایمان، باب فِی الصِّیَام، تخصیص شہر رجب بالذکر، جلد:3، صفحہ:368، حدیث:3800۔