Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
Bookmark کيدو سره پۀ اسانۍ سره لوستلے کيدے شي. دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ موزو باندې مسح کول جائز دي.
وضاحت: علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: څوک چې پۀ موزو باندې مسح کول جائز نۀ ګڼي هغه ګمراه دے. پۀ موزو باندې د مسح کولو شرطونه دا دي: | چې موزې داسې وي چې د ښپو ګيټۍ پرې پټې وي | د ښپو سره جُختې لګيدلې وي چې د دې پۀ اچولو پۀ اسانۍ سره ګرځيدے شي | چې موزې د څرمنې وي يا يـې صرف تلے د څرمنې وي او باقي د بل پيړ څيز لکه کِرمِچ (يعنې د مالوچو، سنډو وغيره نه د جوړې کړے شوې يو قِسم له د پيړې او ښې کپړې) وغيره او | پۀ اودس کولو موزې پۀ ښپو کړې. ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا مُحيِيُ، يَا مُمِيتُ
څوک چې روزانه 7 کرته يَا مُحيِيُ، يَا مُمِيتُ لولي او پۀ ځان باندې يـې دم کوي،