Nafil Rozon Ke Fazail

Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail

حلالو باندې حساب دے. څومره به ښه وي چې مونږ صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره د حلال رزق خوړلو نه هم منع شو او د لږ شان وخت د پاره (يعنې د پيشمني نه د روژه ماتي پورې) لوږه تنده برداشت کړو او نفلي روژې ونيسو، د دې پۀ برکت خو به يو د هٰغه خوراک د حساب نه بچ شو، بل به د هغې پۀ بدله کښې پۀ جَنَّت کښې رزق زياتيږي (يعنې د جَنَّت د زياتو نه د زياتو نعمتونو حقداران به جوړ شو)، بيا د نفلي روژو چې کوم بے شميره فضيلتونه دي، د هغې به هم حقداران شو. ځکه مونږ ته د نفلي روژو نيولو ذِهن جوړول پکار دي.

د نفلي عبادت عادت جوړ کړئ!

د بده مرغه دلته دا ماحول جوړيږي چې وړومبے خو د عبادتونو شوق هُم ډير کم پاتې شوے دے، ډير کم خلق دي کوم چې فرض او واجب پوره کوي، بيا چې د چا مذهبي ذِهن وي، کوم چې فرض او واجب پوره کوي، پۀ هغوئي کښې يوه شميره د داسې خلقو ده، د کومو چې د نفلي عبادتونو طرف ته پام نۀ وي، د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې خو ټولې نيسي خو د نفلي روژو د هغوئي پۀ نزد څۀ تصور هم نۀ وي. داسې نۀ دي کول پکار، مونږ ته د نفلي عبادتونو ذِهن هم جوړول پکار دي.

زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سوچ مبارک څومره بے مثاله او کمالي وو، پۀ روايتونو کښې دي: نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې د ناوخته پورې قيام کولو، نفل نـمونځونه به يـې کول، د کوم پۀ وجه چې به د هغوئي ښپې مبارکې پړڅيدلې، د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو خو هغه يـۍ چې الله پاک ستاسو پۀ برکت ستاسو مخکښيني وروستني ګناهونه بخښلي دي، بيا تاسو دومره خواري ولې کوئ؟