Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ګنهګاران بنده ګان يو، کمے زياتے د چا نه نۀ کيږي...!! زمونږ خو حالت دا دے چې سر پۀ سجده کښې پۀ ايښودو، پۀ ژبه باندې د سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلٰی پۀ وئيلو هم پته نۀ لګي چې د دُنيا پۀ څنګه څنګه خيالونو کښې ډوب يو، مونږ بے کاره خلق يو، زمونږ نه کمے کيږي، خُدائے دې نۀ کړي، الله دې نۀ کړي! که د قيامت پۀ ورځ پۀ دې کمي، بے خيالۍ کښې راګير شو او د دې د پوره کولو د پاره زمونږ سره نفل عبادتونه هم نۀ وي نو غور اوکړئ چې مونږ به څۀ کوو؟ هلته... د حشر پۀ ميدان کښې به څنګه دا کمے پوره کوو؟ ځکه نن موقع ده، وخت غنيمت وګڼئ او د فرضو سره سره د نفل عبادت ذِهن هم جوړ کړئ.
اوس خو د رَجَب شريف مياشت تشريف راوړونکې ده. صوفيائے کرام فرمائي: رجب شريف د نيکو د تخم د کرلو مياشت ده. ([1]) ځکه تخم کرل يعنې د ډير نيک اعمال هم د اوس نه شروع کړئ. څومره چې درنه کيدے شي نفلي روژې نيسئ، نفل نـمونځونه کوئ، د قرآنِ کريم ښه ډير تلاوت کوئ، ښه ډير درود شريف لولئ او کاش چې پۀ اِستقامت سره پۀ ډيرو نيکو کولو رَمَضَانُ المُبَارَک ته اورسو.
يو ځل د الله پاک خوږ نبي حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د يو پړقيدونکي نُوراني غر پۀ خوا تيريدلو. حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: يا الله پاکه! دې غر ته د خبرو کولو طاقت عطا کړې. الله پاک د هغوئي