Book Name:Nafil Rozon Ke Fazail
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د نفلي عبادت څومره برکتونه دي، د الله پاک د ټولو نه خوښ عبادتونه فرض او واجب دي، کله چې بنده فرض او واجِب پوره کړي او د دې سره سره د نفلي عبادتونو عادت هم جوړ کړي نو هغه ته د الله پاک خاص قُرب عطا کولے شي او بنده د الله پاک خوښ بنده جوړ شي. ځکه مونږ له د نفلي عبادتونو ذِهن جوړول پکار دي، پينځه واړه فرض نـمونځونه پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کړئ، د دې سره سره د څۀ نا څۀ نفلونو کولو عادت هم جوړ کړئ | که الله پاک توفيق درکړي نو تهجد کوئ | د اِشراق او څاښت نفلونه کوئ | د ماښام د نـمونځ نه پس د اوابينو نفلونه ادا کوئ | د شپې نـمونځ کوئ، دغه شان د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې خو خامخا نيول دي، د دې سره سره د څۀ نا څۀ نفلي روژو د نيولو کوشش هم اوکړئ، دغه شان نور عبادتونه دي، پۀ هغې کښې هم فرض پوره کوئ او ورسره ورسره د نفلي عبادت کوشش هم ضرور کوئ.
د ترمذي شريف حديثِ پاک دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ چې به د بنده پۀ اعمالو کښې د ټولو نه وړومبے د کوم حساب اخستے کيږي، هغه د هغه نـمونځ دے. که نـمونځ صحيح شو نو بنده به نجات بيامومي او که هُم پۀ نـمونځ کښې کمے راغلو نو بنده به خائِب او خاسِر (يعنې نقصان پورته کوونکے شي). بيا که د هغه پۀ فرضو کښې څۀ کمے وشو نو الله پاک به فرمائي: وګورئ! زما بنده نفل عبادت کړے دے؟ که د هغه سره نفل عبادت وو نو د هغې پۀ ذريعه به کمے پوره کولے کيږي. دغه شان به د ټولو اعمالو حِساب اخستلے کيږي. ([1])